<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-05 19:24:25    
په ايتاليا کې د أش موزيم

cri

د ايتاليا نښه کومه ده ؟ په وروستيو ورځو کې د ايتاليا حکومت له سيلانيانوڅخه د پوښتنې پلټنه وکړه چې په پايله کې رامنځته شوي ځواب د ايتاليا حکومت او وګړو له اټکل څخه وتلی دی. ځکه چه ځواب يي هم د بيسا شيب دارڅلی نه دی او هم لرغونی ښار وينيس نه دی ، بلکې د ايتاليا أش دی . ټولو ته معلومه ده .

أش لومړی د چينايانو لخوا اختراع شو او د چين په هر ځاي کې په تيره بيا د چين په شمالي سيمو کې يو عمده خواړه دي . د تاريخې اسنادو له مخې د ايتاليا مشهور سيلانۍ مارکوپولو لويديځ ته د سفر له امله چين ته ورغی او د چينايانو دغه خوندور خواړه يي بيرته خپل وطن ته يووړ ، خو وروسته د ايتاليايانو لخوا د چيني أش له لارې ډول ډول ماکارونی جوړ کړل . څه موده دمخه د أش د اختراع په هکله د چينايانو او ايتاليايانو ترمنځ لانجه راپورته شو چې څو ورځې يي دوام درلود . ايتاليايان په دې ټينګار کوي چې أش يا ماکارونی ها د روم په دوره کې ددوي نيکه ګانو لخوا اختراع شو او ددوي دليل دا دی چې د لرغوني روم په سند کې ليکل شوي و چې يو سپين ږيري خپل زوي ته يو بيلر أش د ميراث په توګه ورکړ . خو د چين لرغون پيژندونکو هغه أش تر ځمکې لاندي وموند چې څلور زره کاله دمخه په يوه کاسه کې پاتې شوي وو . ورپسې ايتاليايانو حتی افسانه هم نقل کړه چې وايي په يوناني افسانه کې د اور رب يو ماشين لری او دغه ماشين اوږد أش جوړولی شي .

پروا نه لری چې د أش يا ماکارونی په هکله د لانجې پايله څه ده . خو د يادونې وړ خبره دا ده چې د لرغونې روم په دوره کې د دې مسئلې د حل لپاره د پاستا نومی وچ أش اختراع شو چې خواړه د اوږدې مودې لپاره ښه ساتل نه شوای . نو أش اختراع

شو . په هغه وخت کې د ايتاليا د زياتو ښارونو په ډګرونو او د واټونو په دواړو غاړو کې وګړي د أش جوړولو بوخت و . له تاريخي سند کې ليکل شوي چې ډير اوږد أش حتی اته سوه مترو ته رسيده ،.

د امريکا د لويې وچې د پيدايښت له امله د ايتاليا أش د خوړلو لپاره بدلون

رامنځته شو ځکه چې له امريکايي وچې څخه راغلي مرچ او رومی بانجن د سوس په توګه وکارول شو او د ډول ډو ل ماکارونی خوړولو په وخت کې چې ډولونه يي پنځه سوه درې شپيتو ته رسيدلي وو ، ځيني يي اوږد او نرم دی ، ځيني يي هوار دي او نور ځيني يي د پتنګ په شکل ډير ښکلي دي او رنګونه يي هم بيلا بيل دي او خوړلو په وخت کې سمندري شيان ، سبزي ، ميوې او مساله هم خوري . د أش جوړولو لومړني فابريکه په اوولس سوه څلويښم کال کې پرانستل شو او له دې نه وروسته په لوي ډګر کې د أش وچولو حالت د تل لپاره نه ليدل کيده . ايتاليان له أش سره ډيره مينه لری او حتی ځيني کسان د جوړولو ځانګړي لارې چارې يوازي د ميراث په توګه خپل زوي ته ورکوي .

دغه راز نن ورځ په ټوله نړۍ کې د ايتاليا أش کلنی توليدي اندازه لس مليونو ټنو ته رسيږي او په ايتاليا کې هر تن هر کال اته ويشت کيلو ګرامه أش خوري . د روم ښار په مرکز د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدی د أش يو موزيم پروت دی چې ساختماني شکل يي ځانګړی دی . په دې موزيم کې يوولس سالونونه شته چې د بيلا بيلو دورو لخوا جوړ شوي أش او د أش جوړولو الات او ماشينونه پکې ايښودل شوي دي او له دې څخه په ايتاليا کې د أش جوړولو څو سوه کلن تاريخ نندارچيانو ته وړاندي کيږي له دې څخه څرګنديږي چې ايتالوي أش د ټولو نړيوالو لخوا ومنل شو . اوس د ايتاليا أش يا

ماکارونی په سل هيوادونو کې پيدا کيږي او حتی د ځمکې په بهر فضايي ايستګاه کې کيهاني پيلوټان هم ايتالوي أش خوري .