<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-06 18:35:51    
د ويغوری قوم يوه له نيکمرغۍ او يووالی څخه ډکه کورنی

cri

ويغوری قوم د چين د شينجيانګ يو مسلمان قوم دی او اکثر وګړی يې د تيان شان غره د جنوبی خوا په بيلا بيلو سمسورو سيمو کښی اوسيږی٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چې زمونږ د راډيو خبريال په دی وروستيو ورځو کښی د شينجيانګ د کاشغر د يوې ويغوری کورنۍ ميلمه و او پخپله يې د دې کور له نيکمرغۍ او يووالی څخه ډک دوديز ژوند احساس کړ٠ د دې کور خاوند عبدالجعفر نوميږی٠

د عبدالجعفر کور دوه پوړيزه ودانی لری او د کاشغر په ختيځه خوا کښی ولاړه ده چې د ويغوری قوم څرګند ساختمانی سبک لری او د ناستۍ په کوټو کښی هواری شوې او ديوالی غالۍ هم ويغوری ځانګړيتوب ښئی ٠ د عبدالجعفر مشرې خور فريدان عبدالقادر چې د لومړنی ښوونځی ښوونکې ده، خبريال ته د خپل کور په هکله معلومات وړاندی کړل: هغې وويل: ٌ زمونږ په کور کښی نهه وروڼه او خويندې شته او له دې ډلې يې شپږ تنه دلته اوسيږی٠ زمونږ ويغوری قوم دا دود لری چې د يوه کور غړی جلاوالی نه غواړی، که ځانګړی علت نه وی، ټول غړی په يو ځای کښی سره واوسيږی٠ ٌ

د ويغوری قوم د دود له مخی، د پلار او مور له وفات نه وروسته مشر ورور د کور مشر دی٠ ميرمن فريدان عبدالقادر وويل : زما مور او پلار له دنيا څخه سترګې پټې کړې دي، اوس مې مشر ورور زمونږ د کور مشر دی او د کورنۍ د ټولو چارو د اداره کولو دنده په غاړه لری چې نور ټول غړی بايد ده ته غوږ ونيسی ٠ زمونږ د کور د ټولو غړو عائدات چې که د ټکسی چلوونکی او د رستوران خاوند وی يا د حکومتی څانګې کارکوونکی وی، مشر ورور عبدالجعفر ته ورکول کيږی او د کور د ودانۍ د ترميم او د اولادونو د زده کړې د لګښت په ګډون د کور ټول ورځنی لګښتونه د ده لخوا اداء کيږی٠

ښاغلی عبدالجعفر يو پټ خولی سړی دی، کله چې خبريال ورڅخه پوښتنه کوله، هغه يوازی ساده ځواب ورکاوه٠

پوښتنه : ٌ ستاسی د کور ټول غړی تاسو ته غوږ نيسی ؟ ٌ

ځواب : ٌ هو ، ما ته غوږ نيسی٠ ٌ

پوښتنه : ٌ دوی د هر کار په مناسبت له تاسو سره مشوره کوی ؟ ٌ

ځواب : ٌ هو ، زما سره مشهوره کوی٠ ٌ

پوښتنه : ستاسی ترمنځ کوم تضاد شته که نه ؟ ٌ

ځواب : ٌ نه ، هيڅ تضاد نشته ٠ٌ

د ده د کورنۍ پنځمه خور عبدالمينه وال چې څلويښت کلنه ده، يوه غښتلی بالياقته ښځه ده ٠ هغه خپل شرکت لری چې په بهرنی سوداګرۍ بوخته ده او کله نا کله د جنوبی او منځنی أسيا هيوادونو ته ځی٠ د عبدال مينه وال خاوند هم د اوږدې مودې لپاره په ترکيه کښی په سوداګرۍ بوخت دی٠ کله چې خبريال د هغې کور ته ميلمه وشو، هغې په خپل کور کښی رخصتی تيروله٠

عبدال مينه وال خبريال ته وويل: هغه اوخاوند يې عمومأ په کورکښی نه اوسيږی، د دوی د دوو لورګانو ژوند او زده کړې ته د وروڼو او خويندو لخوا پاملرنه کيږی٠ د کورنيو غړيو ترمنځ د مينې له امله دوی دواړه په سالمه توګه وده کوی چې مشره لور يې د کانکور ازموينې له لارې د شينجيانګ په طبی پوهنځی کښی شامله شوېده٠

عبدال مينه وال وويل : د دوو لورګانو د پاملرنې په برخه کښی د خپلو وروڼو او خويندو د ستونزو د کمولو لپاره هغې په يوه وخت کښی وغوښتل چې ځانګړی کور واخلی او په جلا توګه واوسيږی، خو مشر ورور يې له خور سره خپله ژوره مينه او احساسات نشی پرې کولای او هغې ته له دغه کور څخه د وتلو اجازه نه ورکوی٠ هغې وويل : ٌ زه له بهرنيو هېوادونو څخه خپل هيواد ته له بيرته راتللو نه وروسته په کور کښی استراخت کوم او کله نا کله واټ ته هم ځم ، خو له کور څخه له وتلو نه يو ساعت وروسته زما مشر ورور ما ته تيليفون کوی او زما څخه يی غوښتنه کوله چې ژر تر ژر کور ته بيرته راشم٠ هر ځل ما د ده غوښتنې ته غوږ نيوه او ژر بيرته کور ته راتلم ٠ ٌ

د وروڼو او خويندو ترمنځ د مينې او متقابلې مرستې له امله عبدال مينه وال له دغه کورنۍ سره ډيره مينه لری، هغه هم له بهرنی سوداګرۍ څخه ترلاسه شوی ټولې پيسی مشر ورور ته ورکوی٠

د عبدال جعفر د کور ټول وروڼه او خويندې يو له بل سره مينه او ټينګ يووالی لری او په بېلا بېلو کارونو کښی يی ښه برياليتوبونه ترلاسه کړيدی٠ د دوی په أند د خپل کور يووالی او همغږی د هېواد او ټولنې لپاره ګټور دی٠ په دغه همغږ کور کښی ټول وروڼه او خويندې د اولادونو روزنې او ښوونې ته په ډيره درنه سترګه ګوری ٠ تر اوسه پوری د دوی له اولادونو څخه شپږ تنه په پوهنتونونو کښی شامل شويدی چې ځينی يې فارغ شوی هم دی او په حکومتی څانګو کښی کار کوی٠ د دغه کور ټول غړی نيکمرغه ژوند تيروی٠