<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-06 18:46:43    
د انرژۍ په ساحه کې د ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ همکاري ښه راتلونکی لري

cri

ګرانو اوريدونکيو،په وروستيو کلونو کې د خيتځې اسيا د اقتصادی پرمختيا انډول د نړيوال منځني انډول په پرتله مخکی دی او د چين ،جاپان او کوريا جمهوريت په شمول د ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ سوداګريزه اندازه په پر له پسی توګه زياته شوې ده .په همدی وخت کې د انرژۍ په ساحه کې د دغو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړتيا موندلی ده .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته د انرژۍ په ساحه کې د ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په باب معلومات وړاندی کړو .

د ختيځې اسيا هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او سوداګريزې همکارۍ له امله د دغې سيمې اقتصاد او ټولنې پرمختګ کړی دی .خو د اقتصاد د چټکې پرمختيا ترڅنګ د انرژۍ د کمښت مسئله لانوره څرګنده شوې ده .

چين د ختيځې اسيا په سيمه کې د يولوی هېواد په توګه په اقتصادي ډګر کې چټک پرمختګ کړی چې له امله يی د انرژۍ برابری له زياتو فشارونو سره مخامخ شوي ده .يو کال دمخه د چين حکومت د انرژۍ سپمولو ټولنې د جوړولو په اړه وړانديز وکړ چې پکی به د اقتصاد پرمختيايی لارې چارې بدلې شی ،انرژي وسپمول شی او د نړيوالې انرژۍ په ساحه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ وشی .

په ريښتينی توګه د انرژۍ مسئله نه يوازی د چين په شان د پرمختيايی هېوادونو په وړاندی يوه ستونزه ده بلکې د نړۍ د مختلفو هېوادونو يوه ګډه مسئله هم ده .د چين د دولتی انرژۍ د لارښوونکې ډلې مرستيال شيو دينګ مينګ وويل د نوېدونکی انرژۍ استخراج او کارونه په نړۍ کې د انرژۍ د ستونزې د حل يوه لازمه لاره ده .هغه وويل

(....................) د نړيوال اقتصاد د پرمختګ له امله د انرژۍ د کمښت او چاپيريال مسئلې ورځ په ورځ څرګنديږي .که دغه مسئلې په ښه توګه حل نه شی نو نه يوازی مشکله ده چې د بشريت ټولنې د دايمی پرمختګ موخه به په مشکله توګه تر سره شی بلکې د بشريت پر چاپيريال او د ژوند پر کيفيت هم منفی اغيزه رامنځته شی .د نوېدونکی انرژۍ زياتوالی ،پاکونه ، دايمی کارونه او استختراج د انرژۍ د کمښت او د چاپيريال د مسئلو د حل لپاره يوه لازمه لاره او هم د بشريت ټولنې د دايمی پرمختګ يوه اړينه لاره ده .

د چين حکومت د انرژۍ مسئلې پر اهميت او بيړنتوب ښه پوه شوی دی .د روان کال د جنوری په لومړی ورځ چين په رسمی توګه د نوېدونکی انرژۍ قانون پلی کړ او ١٢ اړوندې تګلارې يې جوړې کړې .سربيره پردی د چين د چاپيريال ساتنې عمومی ادارې د ککړو شويو توکيو د عمومی اندازې د کنترول او د صنعتی ککړتيا د مخنيوی په شمول د يو لړ کارونو د غوره کولو له لاری په تصديو کې د انرژۍ سپمولو د تکنالوژۍ هڅونه کړې ده .

څه موده دمخه چين د نوېدونکی انرژۍ د منځنی او دايمی مودی پرمختيايی پلان وټاکه د دغه پلان مهم ټکی دا دی چې چين بايد له نړيوالې ټولنې څخه د نوېدونکی انرژۍ پرمختيايی پر تجربې زده کړي او د انرژۍ په ساحه کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ پياوړی کړي او د کورنۍ اقتصاد د ثبات لپاره د انرژۍ سيستم جوړ کړي .ښاغلی شيو وويل (اواز............) په نړۍ کې د انرژۍ د امنيت ساتلو لپاره مونږ بايد د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ ،څو اړخيز پرمختګ او اړوندو سيستمونو د ضمانت په اړه د انرژۍ د امنيت نوی افکار پلی کړو .

له دی امله چې چين د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو په برخه کې په لومړی پړاو کې پاتی دی نو د چين حکومت په دغه ساحه کې د بهرنيو تصديو د پانګونې هڅونه کوي .د جاپان د انرژۍ او اقتصاد د څيړنې انستيتيوت لوړ پوړې څېړونکی اکيهيرو کوروکی وويل (اواز..........)اوس چين د ختيځې اسيا د انرژۍ کارولو په برخه کې مهم رول لوبوي .څه موده دمخه د دواړو هېوادونو چارواکيو په توکيو کې يوه غونډه تر سره کړې او په ګډه سره يی پريکړه وکړه چې د انرژۍ کارولو د تکنالوژۍ په برخه کې يو له بل سره همکاری وکړي .

د انرژۍ سپمول او د نوېدونکی انرژۍ پرمختګ نه يوازی د چين له ګټو سره سمون لري بلکې د دغې سيمې زياتو تصديو ته به فرصتونه هم برابرکړي .