د چين د صادراتی مالونو معاملاتی نندارتون يعنی د ګوانګ جو ښار معاملاتی نندارتون د ١٩٥٧ کال په پسرلی کی پيل شوی او هر کال په پسرلی او منی کی په ګوانګ جو ښار کی تر سره کيږی. له پنځوس کلن پرمختګ وروسته، دغه نندارتون اوس په چين کی په داسی لوی نندارتون بدل شوی چې اندازه يی لويه او ايښودل شوی توليدات يی زيات دی.
د روان کال په اکتوبر کی د ګوانګ جو ښار د صادراتی توکيو د معاملاتو سلم نندارتون پرانيسل شو. د علمی تکنولوژی او کلتور په پرمختګ سره، دغه نندارتون هم ستره ابادۍ او بشپړتيا موندلی ده.
د ګوانګ جو ښار د لومړنی نندارتون پراخوالی اتلس زره مربع متره و. په ١٩٧٤ کال کی دغه نندارتون نوی ځای ته انتقال شو چی پراخوالی يی اوه نوی زره او نهه سوه مربع مترو ته رسيده. د سږنی نندارتون د دوو تالارونو عمومی پراخوالی دوه سوه او دوه اتيا زره مربع متره دی او يو دېرش زره او څلور سوه او اته غرفې پکی شته چې په نړيوال ميعار سره جوړی شويدی.
د اقتصاد په پرمختګ سره ، په دغه نندارتون کی د ايښودل شويو توليداتو ډولونه هم زيات شوی دی. د لومړنيو نندارتونونو عمده برخه کرنيز توليدات وو او د هر نندارتون د معاملاتو اندازی د عمومی اندازی په سلو کی شپېته برخه نيوله . له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته د ماشين الاتو، الکترونيکی
توليداتو او د ژوند د اړتياوړ شيانو د معاملاتو اندازه د لوړتيا په حال کی وه، په نهه نويم نندارتون کی د ماشين الاتو او الکترونيکی توليداتو د معاملاتو اندازی د عمومی اندازی په سلو کی څلويښت اعشاريه دری برخه ونيوه. له دې څخه څرګنديږی چې ماشين الات او الکتولونيکی توليدات او لوړ او نوی تکنولوژی لرونکی توليدات په دغه نندارتون کی عمده برخې ګرځدلې دي.
پر دې سربيره، د دغه نندارتون تشکلاتی کارونه هم بدل شوی دی. د ٢٠٠٢ کال مخکی، ټول مالونه په ګډه ايښودل شوی، خو د دغه کال په يونويم نندارتون کی د توليداتو د ډولونو سره سم په څو برخو ويشل شوی . په پنځه نويم نندارتون کی په ځانګړی توګه د کورنيو نويو توليداتو د ايښودلو لپاره ښه زمينه برابره شوه چې کورنی نوی توليدات، علمی تکنولوژۍ او نظريی پکی وښودل شی.
په دغه نندارتون کی پر دوديزو معاملاتی لارو سربيره، نوی معاملاتی لارې هم رامنځته شوی دی. د دری نويم نندارتون له پيل څخه له بهرنيانو سره د معاملاتو ځانګړی سيمه جوړه شوی چی بهرنی اخيستونکی خپل لست څرګند او ور پسی د مالونو ورکوونکی راجبل کړی. دغه لاره د اخيستونکيو او ورکوونکيو لپاره ګټوره ده.
د دغه نندارتون خدمتی سويه نړيوالې سويې ته نژدی ده. اوس په انټرنيټ شبکی کی هم د معاملاتو لاره جوړ شوه. د معلوماتو له مخې، هره ورځ دېرش او يا څلويښت تنه سوداګران د انټرنيټ له لارې خپل معاملات تر سره کوی.