د بريتانيا لوبغاړی سيباسيان کوی په بېلا بېلو سياليو کې څو څو ځله نړيوال ريکاردونه مات کړي دي . خو په مسکو کې د اولمپيک په دوه ويشتمې دورې سپورتي لوبو کې يی د ډېر زيات روحی فشار له امله د اته سوه مترو واټن ځغاستی لوبو کې يی برياليتوب تر لاسه نه کړ . له دې وروسته سيباسيان کوی دغه فشار له منځه يوووړ او د يو زر پنځه سوه مترو په واټن ځغاستی کې يی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . د دغې دورې سپورتي لوبو له پای ته رسيدو وروسته د بريتانيا ملکې هغه ته د هېواد د وياړ مډال ورکړ .
د اتيوپيا غوره لوبغاړی ايفتير
د اتيوپيا لوبغاړی ايفتير د ليری واټن د ځغاستی په لوبو کې يو ډېر غوره لوبغاړی دی او نوموړی د دغې دورې په سپورتي لوبو کې د پنځه زره او لس زره مترو واټن ځغاستی سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل چې له مخی يی ډېر مينوال راجلب کړي دی . خو ايفتير هيڅکله خبريالانو ته خپل عمر ونه وايه ، نو له دې امله هغه د دغې دورې سپورتي لوبو ډېر مرموز لوبغاړی وګڼل شو .
د سوک وهلو لوبغاړی ستيفينسون
په مسکو کې د اولمپيک سپورتي لوبو د سوک وهلو په سياليو کې د کيوبا لوبغاړو د سرو زرو په يوولسو مډالونو کې شپږ مډالونه تر لاسه کړل . ستيفينسون د
دغو لوبغاړو يو تن دی . ده د اولمپيک په پر له پسی دريو سپورتي لوبو کې د سوک وهلو له يو اتيا کيلوګرامو څخه په زيات وزن سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل .
د روسيی د لامبو وهلو مشهور لوبغاړی سالنيکوف
سالنيکوف د لامبو وهلو په ليری واټن سياليو کې يو ډېر غوره او مشهور لوبغاړی ګڼل کيږی . هغه له شپږ کلنی نه د لامبو وهلو رسمی روزنه تر لاسه کړه او په څوارلس کلنۍ په دولتی لوبډله کې شامل شو . د مسکو د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د ازادې لامبو د څلور سوه متره ، يو زر او پنځه سوه مترو په واټن سياليو کې او د ريلی په توګه د اته سوه مترو واټن د څلور ځله د ازادې لامبو په سياليو کې د سرو زرو دري مډالونه تر لاسه کړل . په تېره بيا ، د ازادی لامبو د يو زر او پنځه سوو مترو واټن سياليو کې يی په څوارلسو دقيقو او اته پنځوس ثانيو او اوويشتو په وخت نړيوال ريکارډ ټينګ کړ .
د ديموکراتيک المان د لامبو وهلو ښځينه ډله .
په مسکو کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ديموکراتيک المان د لامبو وهلو ښځينه ګروپ خپله ډېره ښه سويه ښکاره کړه . يوازی پنځلس کلنې رينيش چې په هغه وخت کې يی په منځنی ښوونځی کې زده کړه کوله او اولس کلنې ميتسچوک په ګډه توګه د لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو شپږ مډالونه تر لاسه کړل . بر سيره پردی ، رينيش په چپه توګه د لامبو وهلو د سلو مترو او دوه سوه مترو په واټن او د ريلی په توګه د څلورو سوو مترو واټن په څلور ځله سياليو
کې دری نړيوال ريکارډونه مات کړي دی . بالاخره د دغې دورې د سپورتي لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې د ديموکراتيک المان ښځينه لوبغاړو د سرو زرو يوولس مډالونه ، د سپينو زرو اته مډالونه او اوه مسی مډالونه تر لاسه کړل .