<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-07 17:04:15    
د معيوبينو د اولمپيک د دوبنيو سپورتي لوبو پخوانی اتله پينګ يا لي .

cri

محترمو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام د خپريدو وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د معيوبينو لپاره د اولمپيک د دوبنيو سپورتي لوبو د اتلې پينګ يا لي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

پر سترګو د پردې د پريوتو له امله د پينګ يا لي د ليدو قوه ډيره کمزوری ده . د منځنی ښوونځی له فارغيدو وروسته يی د بېجينګ د ړندو زده کوونکو ښوونځی په اړه د ماساژکولو په زده کړې پيل وکړ ، په ١٩٨٢ کال کې له دغه ښوونځي څخه فارغه شوه او له دې وروسته يی د بېجينګ د فلزالاتو جوړولو په يوه فابريکه کې کار وکړ چې د معيوبينو لپاره جوړه شويده . يو کال سپورتي ښوونکی د لوبغاړو د غوراوي لپاره دغې فابريکې ته ولاړ چې په پايله کې پينګ يا لي وټاکله . له دې وروسته مېرمن پينګ په فارغ وخت کې د ليري ټوپ په لوبو بوخته وه . په ١٩٨٤ کال کې پينګ يا لي په نيويارک کې د معيوبينو لپاره د اولمپيک د اومې دورې په سپورتي لوبو کې د اوږد ټوپ په سياليو کې د څلور اعشاريه اته ويشت مترو په واټن د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال د چين په تاريخ کې د معيوبينو لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو لومړنی مډال دی . د هغو سياليو د يادونې په وخت کې مېرمن پينګ وويل : په هغه وخت کې زه يوازی يوويشت کلنه وم . ډير وياړم چې دوه ويشت کاله دمخه مې د معيوبينو لپاره د اولمپيک په

سپورتي لوبو کې د لومړی ځل لپاره د پنځو ستوريو لرونکی سور بيرغ اوچت شو . له دې امله می دری سوه يوانه جايزه تر لاسه کړه چې په هغه وخت کې ډيره لوړه جايزه وه .

دوه کاله وروسته ، پينګ يا لي واده وکړ او په ١٩٨٨ کال کې د يوه زوی خاونده شوه . خو له بده مرغه ، ددې د زوي په سترګو هم پرده راغلی ده . د خپل زوی د ساتلو لپاره يي په بيړنی توګه له سپورتي لوبو څخه لاس واخيست او حکومت د پينګ يا لي لخوا د تر لاسه شوي برياليتوب له امله د دوو کوټو په شمول يو اپارتمان د جايزې په توګه ور کړ . خو په هغه وخت کې د پينګ يا لی فابريکه په کمزوری حال کې وه ، نو په ١٩٩٧ کال کې پينګ يا لي له فاريکې څخه وتلی او معاش يی يوازی دوه سوه پنځه اتيا يوانه وو .

په ١٩٩٩ کال کې د ژوند د سختو ستونزو په وړاندی پينګ يا لی له خپل خاوند څخه طلاق واخيست او د لس کلن زوی د ساتلو دنده يي په غاړه درلوده . په هغه وخت کې پينګ يا لي د ژوند هر ډول کړاوونه او ستونزې وګاللې . د ١٩٩٩ کال د پسرلنی جشن دمخه د اوسيدونکو سيمو د کـمېټې مشرې ته د پينګ يا لی مشکلات او ستونزې معلومې شوې او د مرستې غوښتن ليک يي حکومت ته وړاندی کړ . له دې وروسته پينګ يا لي د لومړی ځل لپاره له بې وزلو وګړو سره د حکومت مرسته تر لاسه کړه . هغې وويل : پخوا ما ډېرو ستونزو ته ماتی ورکړه او په راتلونکی کې به هم په ژوند کې بېلا بېلې ستونزې له منځه يوسم .

د ١٩٩٩ کال د جون په نهويشتمه نېټه ميرمن پينګ د دوستانو او خپلوانو تر مرستو لاندی شل زره يوانه راټول کړل او په خپل نوم يی د ماساژ او چاپي کولو يو کلينيک جوړ کړ . پينګ يا لي د خپلو کوښښونو له لارې په لومړی مياشت کې

دوه زره او يو سل يوانه ګټه ترلاسه کړه چې په پايله کې د پينګ يا لي ژوند ګام په ګام ښه شو او هغه د کوچنی څپی تنور او اوديو په ګډون يو شمير عصری بريښنايی الات واخيستل . هغې وويل : که څه هم ړنده يم ، خو روح مې روغ دی او سم فکر لرم او ژوند می له حوشخاليو څخه ډک دی .

په ٢٠٠٤ کال کې د بېجينګ د معيوبينو د ټولنې په سپارښتنه پينګ يا لي د کارګرو د نړيوال سازمان له خوا په ترتيبه روزنه کې ګډون وکړ په دغه روزنه کې پينګ يا لی د خپل کلينيک د ادارې په ساحه کې ډېرې تجربی تر لاسه کړې او د ماساژ کولو يو بل کلينيک يي پرانست .

اوس د پينګ يا لي په دوو کلينيکونو کې لس تنه ړانده ماساژکوونکی شته او هره ورځ د ډېرو ناروغانو لپاره چاپي کوي . د دې ترڅنګ زوی يی هم د ړندو زده کوونکو په ښوونځی کې زده کړه کوی . پينګ يا لي وويل : اوس هغه د دريم کلينيک د جوړولو لپاره په کارونو بوخته ده څو چې د لا زياتو ناروغانو لپاره ښه خدمتونه تر سره کړي .