<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-08 16:49:52    
د بيجينګ د شانګدي نومی روغتون د بي وزلو ناروغانو لپاره خدمت کوي

cri

اوس د چين ګڼ شمير وګړي د ناروغيو د درملنې لګښت د لوړوالي له ګواښ سره مخامخ دي . تير کال د چين د روغتيا وزارت په خپل څيړنيز راپور کې ويلې چې د چين نيمه برخه ناروغان روغتون ته نه ځي او له هغو ناروغانو څخه دري سلنه د بستري لګښت نه لري چې بايد بستري شي . د چين حکومت ددې مسئلې د حل په هڅه کې دی . تير کال د بيجينګ ښار د هاي دين په سيمه کې د بي وزلو ناروغانو لپاره د شانګدي نومی يو دولتي روغتون جوړ شو او د يو کال راهيسې يي د سيمې د وګړو لخوا ستاينه وشوه .

ميرمن ګه مين يان چې پنځلس کاله مخکې د هيواد له لويديځ ښار څون چين څخه د مزدورۍ لپاره بيجينګ ته راغله او لږه موده دمخه د وينې په سرطان اخته شوه ، د درملنې د لوړ لګښت د ادا کولو توان نه درلود .

له ډاکتر څخه مې پوښتنه وکړه چې د ناروغۍ د درملنې لګښت څومره دی ؟ ډاکتر وويل چې اته زره يوانه دي . ( له يو زر امريکايي ډالرو سره برابر دي ) له غمونو څخه په ډيره ناتوانۍ په چوکۍ کيناستم او اوښکې می له سترګو څخه تويدې . \

ميرمن ګه د پيسو نه لرلو له امله په کور کې پاتی شوه او د وينې سرطان په هکله کتاب يي ولوست . دوه کاله وروسته يي ناروغی سخته شوه چې بالاخره روغتون ته لاړه ، خو لګښت يي د دوو کلونو د پخوا په پرتله نورهم لوړ شوی وو . ډاکتر ور ته وويل د بستري لپاره ديرش زره يوانه په کار دی . د بی وزليتوب له امله د ميرمن ګه ناروغی نوره هم سخته شوه ، اوس مهال يوازي د هډوکو مغز د انتقال له لارې ددې د ناروغی درملنه کيږي . له نيکمرغه ددې کشر ورور د هډوکو مغز د برابرولو لپاره مساعد دی

، خو د درملنې لګښت يي له څلور لکو څخه تر پنځه لکو پورې دی چې د پنځوس زرو امريکايي ډالرو سره برابر دی .

د ميرمن ګه په شان بی وزلي ناروغان ډير دي چې د پروخت نه درملنې له امله يي د ناروغۍ حالت ورو ورو سخت شوی دی . ددوې سره د مرستې لپاره د شانګدي روغتون د جوړولو وړانديز کوونکي ښاغلي يو شياو چيان وويل د بي وزلو ناروغانو د خدمت لپاره د دولتي روغتون جوړونه د وګړو د بنسټيز طبي ضمانت موخه لری .

د بي وزلو ناروغانو د درملنې لپاره د مساعدې زمينې برابرول زمونږ دنده ده او نه دا چې پخوا دوی د ناروغۍ په وخت کې يوازي په کور کې پاتي کيدل .

ښاغلي يو چې د هاي دين سيمې د روغتيا ادارې مشر دی ، د خپلې سيمې د شانګدي په ځاي کې د دغه ځانګړي روغتون د جوړولو وړانديز وکړ چې په دې ځاي کې ډير پرمخللي روغتونونه شته . خو په دې سيمه کې يو لک اوسيدونکي بزګران او لس زره تنه بی وزلي ښاريان د ناروغيو د درملنې د لوړ لګښت توان نه لري .

په چين کې حکومت په دولتي روغتون کې کمه پانګه اچوي او نوي سلنه مصارف يي له طبي لګښتونو څخه راځي . خو د شانګدي روغتون دا تګلاره پلی کوي چې د ډاکترانو معاش او د طبي تجهيزاتو د اخيستلو په شمول نور لګښتونه ټولټال د حکومت لخوا ادا کيږي .

د حکومت تر مرستې لاندې د شانګدي روغتون طبي لګښت د نورو روغتونونو په پرتله کم دي چې په پاي کې د څلورو مياشتو له پرانستلو وروسته بسترونه ډک شويدي . د سيمې حکومت پريکړه وکړه چې که دغه روغتون په سالم ډول وکارول شي ، دوه داسي نورروغتونونه به هم جوړ کړي . نن ورځ د هيواد په نورو ځايونو کې د

داسي روغتونونو جوړونه پيل شويده .

ځيني کسان په دې انديښنه کې دي چې روغتون له ناروغانو څخه ګټه نه اخلي ، د روغتون ورځني کارونه به په عادي توګه پرمخ لاړ نشي . نو پوښتنه يي دا ده چې روغتون به څه مودې ته اړتيا ولری ؟ د شانګدي روغتون مشرې وانګ لين ددې پوښتنې په ځواب کې وويل وروسته له هغه چې هره ورځ له يو زر نه تر يو نيم زر تنو پوري ناروغان ومنو ، نو د روغتون ډول ډول مصارف ادا کولی شو ځکه چې روغتون يوازې د اوبو او بريښنا لګښتونه په غاړه لری او نور زيات لګښتونه د حکومت لخوا ادا کيږي . د معلوماتو له مخې د شانګدي روغتون يوازی دوهمه کچه روغتون دی او د سختو ناروغيو د درملنې توان نه لری او وروسته به دريمې کچې روغتون ته پورته شي .