<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-08 17:02:07    
په تبت کې د اوطلب محصلين

cri

په ٢٠٠٣ کال کې د چين د لويديځو سيمو د ودانولو د ملاتړ په هکله د داوطلبو محصلينو فعاليت پيل شوي دي ٠ په دي ترڅ کې دريو ډلو داوطلبو محصلينو چه شمير يي درې سوه شپږ څلويښت تنو ته رسيدلي ، په وار سره د تبت په پرمختيايي خدمتونو کې برخه اخيستي او اخلي يي ٠ دوي په عمده توګه د بيجينګ او شانګهاي د لويو ښارونو او د سه څوان ، يون نان او چنګ هاي د ولايتونو له بيلا بيلو پوهنتونونو او پوهنځيو څخه راغلي دي ٠

د روان کال د جون په پاي کې خبريال د تبت دغه په واورو پوښل شوي لوړې ته ورسيد او له يو شمير ځوانو داوطلبانو سره يي مرکه وکړه ٠ محصل لي سيان هوي تير کال د جولاي په مياشت کې له بيجينګ پوهنتون څخه فارغ شوي او د قانون پوهي په څانګه کې يي ليسانس تر لاسه کړ او په همدغه کال کې د داوطلب په توګه تبت ته راغلي و ٠ اوس هغه د تبت په مرکز لاسه ښار کې د څارنوالي د مدعي العموم دنده په غاړه لري ٠ هغه خبريال ته وويل چه په بيجينګ کې زه د وکيلانو د قانون پوهنې په يوه څانګه کې وګمارل شوم او عايدات مي ډير زيات وو ٠ خو کله چه ما دا خبرداري تر لاسه کړ چه د پوهني وزرات او د نورو سازمانونو له خوا د لويديځو سيمو د ودانولو له پاره د محصلينو د داوطلبانه خدمتونو غوښتنه وړاندې شوې ده ، نو ما سم د لاسه خپل نوم ثبت کړ او په ٢٠٠٥ کال کې تبت ته لاړم ٠ هغه وويل چه په تبت کې د يو کال راهيسي يي کار کړي دي ، خو غواړي چه وروسته به په تبت کې پاتي شي ٠

له بيجينګ څخه راغلي داوطلب محصل لو هاو وي هم وغوښتل چه د اوږدې مودې له پاره په تبت کې کار وکړي ٠ هغه خبريال ته وويل چه په تبت کې کار کول ډير مهم ارزښت لري ٠ په تبت کې هغه د کليو د اقتصاد د پرمختيا د تبلغاتي فعاليت د تر سره کولو له پاره د ده چنګ ولسوالي اوو کليو ته تللي دي او د ډيرو بزګرانو او ملدارانو له پاره يي د توليدي پرمختګ په هکله مشخص پلانونه جوړ کړي دي ٠ داوطلبه محصله پيغله تيان جو د چين د سه څوان د کرنې له پوهنتون څخه فارعه شوې او د يوې داوطلبې په توګه د تبت د لاسا ښار د ګونګ ګا ولسوالي په ساختماني دفتر کې کار کوي ٠ د دغه ولسوالي يو مشر خبريال ته وويل چه پيغله تيان جو په کارونو کې ډير تاوده احساسات لري او هغې د نورو ټولو داوطلبو محصلينو په شان ډيره پوهه لري او زمونږ د ولسوالي د ودانولو چارو د پرمخبيولو له پاره يي ډير اغزمن کارونه او خدمتونه تر سره کړي او مونږ ته يي ډيرې ښې تجربې برابرې کړي دي ٠

ټولو ته معلومه ده چه د تبت په لوړه کې هوا ډيره خرابه ده ٠ سيمه ايز خلک داسي وايي چه په لوړه کې يوه ورځ څلور فصلونه لري ، مثلا سهار هوا ډيره يخه ، خو غر مه بيا ډيره توده وي ٠ ځيني وګړي هم وايي د لوړې هوا لکه د ماشوم د مخ په شان ده ٠ له دي امله چه په لوړه کې د لمر وړانګې ډيرې سختې دي ، نو د لمر تر وړانګو لاندې هوا ډيره ګرمه ده ، خو کيداي شي چه ناڅاپه باران واوري ، نو هوا به سم د لاسه ډيره يخه شي ٠ داوطلب محصل لو جنګ شه چه د چين د ځمکو له پوهتون څخه فارغ شوي او د داوطلب په توګه د تبت د ځمکو د سروي د اداري په اړه د سروي په ګروپ کې خدمت کوي ، خبريال ته وويل چه په لوړه کې د ژوند چاپيريال که څه هم ډيرې ستونزې لري ، خو مونږ ډير خوشحاله يو ٠ مونږ هره ورځ د کار له پاره د اوسيدو له ځاي څخه د دوو ساعتونو د لارې په وهلو سره کاني سيمې ته ځو ، د لوړې په هوا کې اکسيژن کم دي ، نو د هر يو ګام په وهلو کې زړه بند او د سا اخيستل سخت دي ٠ زما په أند دا د يو ځوان له پاره نه يوازي د صحت بلکې د روحيې يو ډول ازموينه هم ده ٠ ځکه يو سړي د ټول عمر په اوږده موده کې بايد د زياتو کړاونو او ستونزو له ازموينې څخه بريالي ووځي ٠

د تبت د خپلواکې سيمې اړوند مشر ښاغلي لي هاي فونګ خبريال ته وويل چه د روان کال د جولاي په مياشت کې له هغو يو سلو لس تنو داوطلبو محصلينو څخه چه د داوطلبانه خدمتونو موده يي پوره شوي ، نژدي پنځوس تنو په فعاله توګه په تبت کې د پاتي کيدو غوښتنه وړاندي کړې ده ٠ دغه راز په روان کال کې به نور يو سل يو ديرش تنه داوطلب محصلين هم تبت ته راشي ٠ هغه وويل بايد ووايو چه دغو داوطلبو محصلينو د تبت د اقتصادي او ټولنيزو چارو د پرمختيا له پاره فعال خدمتونه تر سره کړي دي ٠