د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د دې خبر پخلی وکړ چې د نومبر په اوومه نېټه د دغه هېواد په خوست ولايت کی يو ځانمرګی بريد پېښ شو چې له امله يی د يو سيمه ايز چارواکی په شمول دری تنه ټپيان شول.
د دغه ولايت د پوليسو يو چارواکی په همدې ورځ خبريالانو ته وويل بريد کوونکی په داسی حال کی د لارې پر غاړه ناست و چې د چاودنې مواد يی تر ملا تړلي وو. کله چې د سيمه ايز چارواکی موټر د ده له مخی تيريده، بريد کوونکی سمدلاسه منډې کړې او له چاودنې وروسته ځای پر ځای ووژل شو. په چاودنه کی دغه چارواکی، د ده ساتونکی او موټروان ټپيان شول.
په روان کال کی په افغانستان کی څه دپاسه دوه زره او شپږ سوه تنه په بيلا بيلو بريدونو کی وژل شوی دي.