د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ځواکونو وياند بريد جنرال شوکت سلطان د نومبر په اتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد د پوځ د روزنې يوه اډه په همدې ورځ له يو ځانمرګې بريد سره مخامخ شوه او له امله يی لږ تر لږه پنځه دېرش تنه ووژل او لس تنه نور ټپيان شول .
د خبر له مخې، دغه بريد د همدې ورځ سهار په اتو بجو پېښ شو. دغه اډه د صوبه سرحد ولايت د مرکز پېښور له شمال څخه په شپېته کيلو مترۍ کی د درګی په سيمه کی پرته ده.
تر اوسه پوری هېڅ ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستی او د پوليسو پلټنه روانه ده.