<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-08 17:26:01    
د هاکانګ ځوانان او کوچنيان د خپل وطن د سمسورتيا هيله لری

cri

څو ورځې مخکې د ملی جشن په موده کې د هانکانګ په ځانګړی اداري سيمه کې د منځنيو او لومړنيو ښوونځيو ښوونکو د هيواد د حالت او تاريخ په هکله په يو سمينار کې ګډون وکړ او د هانکانګ په زيات شمير منځنيو او لومړنيو ښوونځو کې هم زده کوونکو ته د هيواد د حالت او تاريخ په هکله ښوونه تر سره شوې ده . بير ته خپل وطن ته له راتګ راهيسی په هانکانګ کې د هيواد د حالاتو په هکله د ښوونې فعاليتونه ورځ په ورځ زيات شوي . لا نور زيات شمير هانکانګی کوچنيانو د دغو فعاليتونو له لاری د خپل وطن په هکله معلومات تر لاسه کړي او په دې خبر شوی چې د يو هيوادوال په توګه بايد د هيواد د پرمختګ لپاره رول ولوبوي ، څرنګه چې هانکانګ د سلو کلونو لپاره د انګليزاتو تر کنترول لاندی و .

نو د هانکانګ حکومت د هيواد د حالت په هکله د ځوانانو د ښوونې لپاره يو لړ تګلاری غوره کړې . د بيلګی په توګه په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د چين د تاريخ ، کلتور او اوسنی حالت په هکله درسونه پرانيستل شويدی . د هانکانګ حکومت هم د زده کوونکو د پلرونو او ميندو لپاره د ملی کلتور پيژندلو په هکله د فعاليت په ګډون زيات پلانونه جوړ کړل . اوس د خپل وطن د پيژندلو په هکله د ښوونې پياوړتيا د هانکانګ د بيلا بيلو ټولنو له خوا منل شوی چې نورو زيات شمير ټولنيزو ډلو او شخصيتونو په کې کډون کړي دي ، د بيلګی په توګه د روان کال د مي په مياشت کې په هانکانګ کې د هيوادوالو د ښوونی د پرمختيا ټولنه جوړه شوه .

د بيجينګ اولمپيک سپورتی لوبی به په ٢٠٠٨ کال کې تر سره شي ، په هانکانګ

کې زيات شمير ځوانان دا هيله لری چې په خپل هيواد کې د لومړی ځل لپاره د اولمپيک سپورتی لوبو د تر سره کولو په وخت کې د داوطلبانو په توګه په اړوندو کارونو کې برخه واخلي . څو مياشتې مخکې په هانکانګ کې د يوی شميرنې له مخې په سلو کې دوه اتيا ځوانان دا نظر لری چې د هيوادوالو په توګه د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو لپاره خدمت کول به ورته ډير وياړ وي .

اوس په هانکانګ زيات شمير زده کوونکی دا پوښتنه لری چې د خپل وطن لپاره کوم کار کولای شي ؟ په ٢٠٠٥ کال کې د هيواد په ستری برخی کې له بی وزلو زده کوونکو سره د ښوونی په هکله د هانکانګ په پوهنتونونو او پوهنځيو کې د زده کوونکو له خوا مرستندويه پلان پيل شو او له هغه راهيسی زيات شمير زده کوونکو په کې ګډون کړی . د دغه فعاليت په لومړی ډلی کې ګډون کوونکی زده کوونکې جو شياو می وويل د هيواد په ستری برخی کې له بی وزلو زده کوونکو سره د يو کال ژوند د دې په زړه کې ژوره خاطره پرې ايښی ده ، دې د هيواد د ستری برخی کلي او کليوالان ليدلي او په نوره زياته توګه يې د هيواد حالت معلوم کړی دی . اوس هغه دا هيله لری چې د هيواد د پرمختګ لپاره نور زيات کارونه تر سره کړي .

د هانکانګ په ځينو نامتو پوهنتونونو کې هيواد ته د پاملرنو او خدمتونو په هکله فعاليتونه ډير دي . په هانکانګ کې د هيوادوالو د ښوونی د پرمختيا ټولنی مشر وويل د هيواد د بيلا بيلو خواوو د معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته به هانکانګنی د هيواد د پيژندلو او أبادولو د دندی په هکله د هانکانګی ځوانانو احساسات نور هم زيات شي .