د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د نومبر په اتمه نېټه وويل پاکستان به تر خپلی وسی د ترهګرۍ او افراط ګرۍ پر ضد مقابله وکړي.
مشرف په همدې ورځ د دې هېواد په صوبه سرحد کی د ځانمرګې بريد سخته غندنه وکړه او و يی ويل دغه بريد د باجوړ پر دينی مدرسې د هوايی بمبارۍ په وړاندی غچ اخستونکی بريد و. هغه له امنيتی ارګان څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د دغې پېښی پلټنه وکړي.
د نومبر د اتمی نېټی د سهار په اته نيمو بجو يو ځانمرګې بريد کوونکی د پاکستان پر يوې پوځی اډې بريد وکړ او له امله يی لږ تر لږه دوه څلويښت تنه سرتيری ووژل او شل تنه نور ټپيان شول.