د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبری رسنيو د نومبر په اتمه نېټه خبر ور کړ څو ورځې دمخه دغه هېواد له دې سره مخالفت دی چې د افغانستان او پاکستان په پولو کی بېلونکی تاسيسات جوړ شی.
د افغانستان د جمهوری رياست وياند کريم رحمی د نومبر په اوومه نېټه خبريالانو ته وويل دغه هېواد به په هېڅ وجه موافقه و نه کړي چې په دغو پولو کی بېلونکی تاسيسات جوړ شی. د دغو تاسيساتو په جوړولو سره به نه يوازی ترهګری پای ته و نه رسيږی ، بلکی به په دواړو برخو کی اوسېدونکی پښتانه جلا شي.
دغه خبره رحمی د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوری د هغه وړانديز په ځواب کی وکړه چې د نومبر په پنځمه نېټه يی ويلي وو دوی غواړی له پاکستان څخه افغانستان ته د طالبانو د اوښتولو د مخنيوی لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ پولی وتړی.