د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د نومبر په نهمه نېټه وويل د دغه هېواد ځواکونو او د ناتو په مشری د نړيوال امنيت مرستندويه پوځونو د روانې مياشتې د اتمې نېټې په شپه او د نهمې نېټې سهار د قندهار په ولايت کی پوځی عمليات تر سره کړی او اته ويشت تنه طالبان يی ووژل.
د معلوماتو له مخې، د اتمې نېټې په شپه دغو ځواکونو د طالبانو پر يوې اډې بريد وکړ او دوه ويشت تنه طالبان يی ووژل. د نهمې نېټې په سهار يی له طالبانو سره يوه بله جګړه وکړه چې شپږ تنه نور پکی ووژل شول.