
ګرانو اوريدونکو د چين د خونان ولايت په شمال لويديځ کې د خو سين په نامه يو غر دی چې د سمندرله سطحې څخه يو زراودرې سوه متره لوړوالی لري ، پر دغه غره باندې د چين د ياو قوم د يوې څانګې د خوا يا په نامه خلک اوسيږي ، د خوا ياو قوم د خلکو شمير يوازې پنځه زره تنه دي ، دوي ښکلي کالي اغوندي ، او قهرمان او مرموزدودونه لري ، د پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته ددغه قوم يو کلی درپيژنو ، ============= اواز ١ =============\
قدرمنو دوستانو ښايي چې تاسي د دغې خوږې سندرې په اوريدوسره مست شوې وې ، دغه سندره و وا نوميږي او ځيني خلک يې د چين په فولکلوري سندرو کې يوه ډېره غوره سندره ګڼي،دغه سندره د خوا ياو قوم د خلکو لخوا رامنځته شوې ده،
د خوا ياو قوم يو سپين ږيري خوسين سون زمونږ خبريال ته وويل ==== اواز٢ =
زمونږ خوا ياو قوم نژدې څلور سوه کلن تاريخ لري ، خو زمونږ قوم ته خوا ياو نوم ورکولو علت دا دی چې زمونږ جامې په تيره بيا د نجونو کالي د دوي لخوا په ښکلو ټوګرانو ګنډل کيږي چې کالي مو د ښکلو ګلانو په شان ښکاري ، نو ځکه زمونږ قام ته د خوا ياو قوم نوم ورکړل شوی دی ٠
لکه څنګه چې سپين ږيري خووويل د خوا ياو قوم د خلکو جامې ډېرې ښکلې او په زړه پوري دي ، نور خلک هم د دوي د دغو ښکلو کاليو ډېره ستاينه کوي ، يوې خبريالې پنګ يې چينګ چې پخوا هلته تللې وه داسې وويل ===== اواز ٣ ==========
دا يو حقيقت دی چې د خوا ياو قوم خلکو جامې ډېرې ښکلې دي ، د دغه قام د نجونو د جامو ښکلا د خلکو له خيال څخه وتلې ده ، ويل کيږي چې په نړۍ کې ټول ښکلي رنګونه ددوي په جامو کې ګډ شوي دي ،
د خوا ياو قام نجوني په کوچنيتوب کې ګلدوزي کولای شي دوي بايد د واده مخکې د خپل ټول عمر لپاره جامې وګنډي ، نو له دې امله دوي تل سره يو ځای ګلدوزي کوي او يو له بلې سره د ګلدوزي سيالي کوي ، يوې نجلۍ چې لي لي نوميږي او په ګلدوزي بوخته وه زمونږ خبريال ته وويل ========== اواز٤ =====
زه اوس پر خپلې جامې باندې د يو ښکلي کب ګلدوزي کوم ، مونږ عمومأ د لس کلنۍ څخه په ګلدوزي پيل کوو،
د خوا ياو قوم خلک له لرغونيو ونو څخه نه جلاکيږي ، د هرکلي په شاوخوا کې د لرغونيو ونو ځنګلونه شته ، يوهلک چې فون جي ان وويل ==== اواز٥ =======
مونږ د خوا ياو قوم خلک د لرغونو ونو پالنه کوو ، که څوک په غره کې لاره ورکه کړي نو بايد دا خبره په ياد ولري چې په کوم ځای کې لرغونې ونې پرتې وي ، نو هلته خلک هم اوسيږي ،
د خوا ياو قوم خلک د سندرو ويلو سره ډېره مينه لري او په کليو کې تل سندرې اوريدل کيږي ، ========= سندره ٦ ================================
د خوا ياو قام سندرې ډېرې خوږې او خوندورې دي ، د عشق سندرو ويل د هلکانو او نجونولخوا د خپلې مينې د څرګندولو ﻻرې چارې دي او ځنګلونه د دوي ترمنځ د عشق سندرې ويلو ښه ځايونه دي ، دغه راز دوي د کار پروخت هم سندرې وايي ،
د خواياو قام رسمونه او رواجونه ډېر په زړه پورې دي ، که په کلي کې يوه نجلۍ
واده وکړي ،نو د کلي ټول خلک هم خوشاليږي ، نارينه او ښځې د واده په مراسمو کې ګډون کوي
د ناوي او زوم د واده کولو شپه د ټول کلي د خوښۍ شپه وي ، د کلي په ميدان کې دلۍ دلۍ اور بليږي ټول خلک چې زاړه وي او يا کوچنيان وي د اورچاپير کښيني سندرې وايي او نڅاکوي ، اور د شپې اسمان هم روسانه کوي او ټول کلي د خوښۍ او خوشالۍ له فضا څخه ډک ښکاري ٠
ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځاي پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسي ٠