په چين کې د سيلانۍ په چارو کې يوه اصطلاح شته چې وايی له تاريخی أثارو څخه د ليدنې لپاره بايد سيی ان لرغوني ښار ته او د ښکليو غرونو او سيندونو د سيل لپاره ګوی لين ښار ته لاړ شي . نو چين ته د سفر په نننې پروګرم کې له ما سره يو ځای ګوی لين ښار ته ولاړ شئ چې په ټوله نړۍ کې د لومړی ښکلی ځای په توګه بلل کيږي .
ګوی لين ښار د چين په جنوب لويديځ د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکی سيمی کې پروت دی او دغه ځای په نړۍ کې ډير شهرت لری . چينايان تل وايی چې که په يو ځای کې اوبه وی ، نو هلته به ژوند وي . د لي جيانګ سيند د ګوی لين ښار د ښکلی منظری نښه ده چې د ګوی لين له ښار څخه د يانګ شو تر ولسوالی پوری اوږدوالی يې دری اتيا کيلومترو ته رسيږي . د لي جيانګ سيند په دواړو خواوو کې د مسلسلو غرونو او پټيو له خوا يو چينی عنعنوی نقاشی رامنځته شوې . هر ماښام د يانګ شو په ولسوالۍ کې د لي جيانګ سيند په سطحې باندی يوه ستره ننداره ليدل کيږي . ____سندره_____
ماښام له ليری څخه خوږه غرنی سندره خپره شوه چې نندارچيانو ته د أرامۍ زيات احساسات رسوي . په دغه ننداره کې شپږ سوه لوبغاړي ګډون کوي او زيات شمير يی ځايی بزګران دي . د نژدی اوياوو دقيقو په ننداره کې دوی د لي جيانګ سيند په غاړو د کب نيوونکو عادی ژوند او په دغه سيمه کې د لږ کيو قومونو دود او دستور
ښکاروي . دغه ننداره د لي جيانګ سيند د عمده موضوع په توګه تر سره کيږي او د چين د فلم د نامتو لارښوونکي جانګ يي مو له خوا جوړه شوې چې د ٢٠٠٣ کال له اکتوبر څخه هره ورځ لږ تر لږه يو ځل پر ځای کيږي . له المان څخه راغلي سيلاني ښاغلی توماس لاوبيس او د ده ميرمنې د دغې نندارې ستاينه وکړه او ويې ويل ___اواز____
دا ډير ښکلی ځای دی او دا به زمونږ لپاره وروستی ځل نه وي چې چين يا أسيا ته سفر کوو .
ميرمن ماتيتل لاوبيس وويل په دې ځاې کې اوسيدونکی ډير ميلمه پال دی او په خپله يی له مونږ سره خبرې اتری وکړی ، زما په اند دوی ډير د اعتبار وړ دی . مونږ به هرومرو بيا چين ته راځو او د دې هيواد نورو ځايونو ته به هم سفر وکړو .
د دوی په قول د ګوی لين په ښار کې زياتی ښکلی منظرې چينی او بهرني سيلانيان راجلبوي . ځينو بهرنيو سيلانيانو حتی په دغه ځای کې کورونه جوړ کړي دي چې د استراليا ځوان الفونسو يکسپوسيتو له دغو کسانو څخه دی . هغه پنځه کاله مخکې د يانګ شو په ولسوالی کې له يوې ځايی نجلۍ سره د واده نه وروسته دايمي کور کړی . اوس دوی يو زوی لری او په دغه ځای کې يي يو بار جوړ کړ . هغه وويل___اواز____
د دغه ځای ښکلی منظره په چين کې ډيره ځانګړتيا لری . د يانګ شو ولسوالی کوچنی او أرامه ده . زيات شمير بهرني سيلانيان لومړی دې ځای ته ځی ، يوازی غواړی چې په کې دوه يا دری ورځی تيرې کړي ، خو په پاي کې يوه اونۍ پاتی کيږي ، ځکه چې دلته فضا ډيره أرامه ده او د ساعتيری له پاره ډير ښه ځای دی .
د بهرنيو سيلانيانو سر بيره د بهرنيو هيوادونو ځيني مشران هم چين ته د سفر په ترڅ کې د ګوی لين سيل ته ورځی . تر اوسه پوری د ګوی لين ښار يو سل او اته بهرنی مشران منلي دي . په ١٩٧٢ کال د امريکا پخوانی ولسمشر نکسن چين ته د لومړی سفر په ترڅ کې ګوی لين ته تللی وو او په دې ځای کې يې تر سيل وروسته وويل ما د نړۍ اتياوو هيوادونو ته سفر کړی او سلو ښارونو ته تللی يم ، خو زما په نظر تر ټولو د ګوی لين ښار ډير ښکلی دی .
د ګوی لين په ښار کې هوا ډيره پاکه ده او د لي جيانګ سيند اوبه هم ډيرې پاکې دي . په دې هکله د ګوی لين ښار د سيلانی اداری مرستيال ښاغلي چن يو چون وويل د ګوی لين په ښار کې د چاپيريال ساتلو لپاره د سيلانی چاری لومړی د چاپيريال ساتلو چارو ته پاملرنه کوي چې پر دې بنسټ د سيلانی پروګرام پراختيا مومي . هغه وويل ___اواز___
د چاپيريال ساتنه لومړی مهم کار دی او کوم پروګرام چې چاپيريال و نشی ساتلای ، مونږ به يې ملاتړ و نه کړو . اوس په دې ځای کې حکومت د لوګی لرونکيو او د ککړتيا رامنځته کوونکو فابريکو جوړونې ته اجازه نه ورکوی .