
د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه د نوامبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده . د دغې غونډې په موده کې د افريقايی کلتور په هکله يو لړ فعاليتونه تر سره شول چې د چينايانو لپاره يې له افريقا سره د پيژندګلوۍ يوه کړکۍ پرانيستله.
د هنر او کلتور په نننی پروکرام کې به تاسو ته د ياد شويو فعاليتونو په اړه څه معلومات درکړم.
---اواز ١---همدااوس مو د افريقا د دوديزې نڅا موسيقي واورېده چې د چينی او افريقايی زده کوونکو له خوا په ګډه تر سره کيده. د غونډې په موده کې د وانګ فو جين په نامه د بېجينګ د ډېر مشهور سوداګريز سړک په غاړه هره ورځ دری نندارې تر سره کيدې چې زيات شمير نندارچيان يي راجلب کړی وو . يوې نندارچۍ ځانګ دونګ بو خبريال ته وويل دغه فعاليت ډېر ښه دی.زما په أند دغه شان فعاليتونه بايد ډېر ځله تر سره شي چې د چينی او افريقايی خلکو ترمنځ دوستي لا پياوړی شي. د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې د نايجريا يو زده کوونکی کلچي ايکونی وويل هغه اوس چينی ژبه زده کوي. په چين کې يې ډېرو ښارونو ته سفرونه کړی دی او د ده په أند چينی او افريقايی خلک کولای شي چې د خپل منځی تګ راتګ له لارې د خپلو هېوادونو کلتور يو بل ته وروپېژنی. ده وويل
---اواز ٢---زمونږ په هېواد کې نژدی شل زره چينايان شته. دوی هلته زمونږ د ژبې په زده کړه بوخت دی.
، سوداګريزی چاری کوي او زمونږ هېودا خوښوي. په همدی مهال زمونږ د هېواد ډېر زده کوونکی هم په چين کې د چينی ژبې زده کړه کوي. نو مونږ کولای شوو چې د کلتور په ساحه کې له يو بل سره ډېر تګ راتګ وکړو.
د نوامبر په دوهمه نېټه له افريقا څخه د راتګ په نامه د افريقايی هنری اثارو نندارتون او د افريقايی هېوادونو د سکو او د پوستي ټيکتونو نندارتون د چين په دولتی موزيم کې تر سره شول. د دواړو خواوو ٢٠٠ تنو استازو د دغه فعاليت په پرانيستونکو مراسموکې ګډون وکړ. د چين د کلتور د وزارت مرستيالې مونګ شياو سي وويل:
---اواز ٣---د چين او افريقا ترمنځ کلتوری تګ راتګ اوږد تاريخ لري . له زرو کلونو راهيسی د افريقا د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لخوا اختراع شوي کلتورونه په ژوره توګه ډېر چينايان جذبوي. مونږ هيله لرو چې مونږ د زړه له کومې د افريقايی خلکو حياتی قوه او هوښياری احساس کړو.
په لرګيو حکاکي شوې مجسمې ، انځورونه او له نباتاتو څخه اوبدل شوي شيان چې شمير يي څه دپاسه دری سوو ته رسيده ، د افريقايی هنری اثارو په نندارتون کې کيښودل شول او د سکو او پوستي ټيکټونو په نندارتون کې د هغو اته څلوېښت افريقايی هېوادونو ډول ډول سکې او پوستي ټيکټونه نندارچيانو ته د نندارې لپاره وړاندي شول چې له چين سره سياسی اړيکی لری .
په وروستيو کلونو کې د چين او افريقا ترمنځ د اقتصادی او سوداګريز اړيکو په پياوړتيا سره د دواړو خواوو ترمنځ کلتوری تګ راتګ هم زيات شوی دی. د چين او
افريقا ترمنځ د همکاری غونډې له پيل مخکې د افريقايي شپې په نامه يوه ننداره د چين د کلتور د وزارت له خوا تر سره شوه. د جنوبی افريقا،مصر او ګابن په ګډون له پنځو افريقايی هېوادونو څخه هنری پلاويو چينی نندارچيانو ته د افريقا بېلا بېل کلتورنه څرګند کړل.
د بوتسوانا د دولتی موزيم د هنری څانګې د مشر ښاغلی سېګولا په أنددغه شان کلتوری فعاليتونه د دواړو خواوو ترمنځ د پوهاوی او زده کړې لپاره ګټور دی. ده وويل
---اواز ٤---زمونږ هنرمندان له چين څخه د نقاشۍ په ګډون ډېر شيان زده کولای شي. په همدی مهال زمونږ سفر هم چينی ملګرو ته د افريقا او بوتسوانا په اړه ډېر معلومات ور کړل. زما په أند دغه تګ راتګ زمونږ لپاره ډېر مهم دی چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکی زياتی ټينګی شي. د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوری تګ راتګ پرمختګ ښه راتلونکې لري. زه هيله لرم چې يو ځل بيا چين ته سفر وکړم .