<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-10 20:01:16    
په چين کې د ځينو افريقايي زده کوونکيو ژوند او د راتلونکې په هکله ددوی هيلې

cri

د چين د بين المللي راډيو درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه،ستاسو دخوښۍ او خوشحالۍ په هيله به راشو بهرنيان په چين کې ددې اونۍ د برخې وړاندې کولو ته ، څه موده مخکې د سهار په شپږو بجو يوه ښکلې اوه لس کلنه ايتوپيايي نجلۍ له بهر څخه د اوچياو اکروباتيک ښوونځي ډګر ته د سهارنيو تمرينونو لپاره راغله،که څه هم هوا ډيره نمجنه وه،خو ديته دا شان نم د هيڅ په شان ښکاريده،او وايي چې دا ځای د افريقا په پرتله ډير سوړ دی، دا نجلۍ يواځې نده بلکې له دې سره د ايتوپيا او کينيا هيوادونو دوه ويشت تنه نور ملګري هم شته چې عمرونه يې د ديارلسو او دوه ويشتو کلونو تر منځ دي، او د چين په هوبې ولايت کې د چين اکروباتيکو لوبو په زده کړو بوخت دي،

د سهار تر يوه لنډ او مختصر چاي وروسته هاپاتي د اکروباتيک لوبو د زده کړو صالون يا لوېې خونې ته راغله او په لوبغالي کې يې خپل ځاي ونيو ،او ځانګړي بوټونه يې په پښو او کلک وتړل،پر خپل مخ يې د محافظې يا ساتلو په موخه د اوسپنې څخه جوړ شوی ماسک وتاړه،او بيا يې هغه ستر لوښی چې ددې د بدن څخه څو برابره لوي وه د خپلو پښو يا هم د بوټان د تليو په وسيلې سره ډير ځلې ښکته او پورته کړ، او د خاصې نڅا په ترڅ کې يې دغه لوښی پرخپل مخ راښکته کړ چې زياتې خولې هم پرې راماتې وې،په هماغه وخت کې يوې ځوانې پنځلس کلنې نجلی يوه بله خطرناکه لوبه پيل کړه چې په هغه ځاي کې يې د موجودو ټولو کسانو پام ي ځانته ور اړاوه،هغې هغه لوښی يا ګړی چې د يو اوږده لرګي پر سر ايښودل شوي وو، او د لرګي بل سر ددې په خوله کې وه يو او بله خوا کرځاوه،او ورو ورو د يوې رسې يا پړي په وسيلې چې له لوړ چت څخه راځوړند وو پاس ولاړه،هغې په دغې نندارې هم بسنه ونکړه،او په دواړو لاسونو کې يې رنګه پلاستيکي کړۍ هم څرخولې ،او دې کار ته يې د اوږده وخت لپاره دوام ورکړ، په هغه ځای کې د موجودو کسانو په قول دغې نجلۍ ددې کار د بشپړ او ښه تر سره کولو په موخه څو مياشتې تمرينونه کړي ،چې اوس ورته بيخي يو عادي کار بريښي.

سوسان چې ديارلس کاله عمر لري او ددغې درويشت کسيزې ډلې تر ټولو لږ عمر لرونکې ده هم لوبې کولې، دهغې د خوښې وړ لوبه د کړيو څرخول دي، چې په يو وخت کې کولای شي ګڼې نرۍ کړی وڅرخوي،او د نندارچيانو پام ځان ته ورواړوي.

په چين کې ددې کسانو ژوند:

زياتره دغه ځوان زده کوونکي غواړي چې د چينايي خوړو پخول زده کړي ، هلن چې د کينيا اوسيدونکې ده وايي لږ موده مخکې يې د هيڅ راز خوړو پخول نه وو زده خو اوس کولاي شي چې زيات ډول خواړه پاخه کړي د بيلګې په ډول اوس په ديګ کې توربانجان او لوبيا پخولی شي،دې وويل چې ددې د خوښې چيني خواړه منتو يا يو ډول هغه خواړه چې د اوبو د بخار په وسيلې سره پخيږي،په دغه راز خوړو کې د غنمو اوړه،هګۍ ،او کچالو د چرګ له پخې شوې غوښې سره د لاس په وسيلې ښه ګډيږي،او بيا بخار ورکول کيږي تر هغه چې پاخه شي، هلن مينه لري چې پخپل اضافي وخت کې له نويو چينايي ملګرو سره أشنا شي،او يا هم په هټيو کې د توکو څخه ليدنه وکړي او د بيو په هکله يې وپوښتي،که څه هم د زده کونکيو لپاره سخت مقررات ټاکل شوي او له اجازې پرته هيڅ زده کوونکي حق نلري چې بهر ته ولاړ شي،خو هلن وايي دا ددې مقرراتو د موخې په هکله پوهيږي، هغه وايي موږ دا شان سخت مقررات خوښوو، دلته يو چينايي شته چې وايي کله چې دوي څه ته اړتيا ولري نو د اړوند لارښوونکيو له خوا ورته راوړل کيږي، لدې څخه ښکاري چې ټاکل شوي مقررات ډير سخت دي، نو موږ هم بايد د خپل چيني ښوونکي ټول پنځه ګوني حواس ځان ته را واړوو.

د نورو زده کوونکو په پرتله يو تن ځوان زده کوونکی چې د ايتوپيا يا حبشې اوسيدونکی دی ،د هغه د زيات قوت او ځواک له امله يې هغه ته ځانګړتيا ورکړې ده، چين ته تر راتګ مخکې په سواګريزه عکاسۍ بوخت وو ،او پدې برخه کې يې ځانګړي کارونه هم تر سره کړي .دی په ترتيب او تنظيم کې ډير تکړه او برلاسی دی،او هيله لري چې ډير ژر زيات چيني ملګري پيدا کړي،خو دده چيني ژبه ورته يو خنډ ګرځيدلې ده،نو ځکه يې تصميم نيولی چې پدې برخه کې استاد شي،څو وکولای شي زيات چيني ملګري پيدا کړي، دی په هر وخت او فرصت کې له چيني استادانو سره خبرې کوي، په تيره بيا له هغو ژباړونکو استادانو سره چې د ښوونځي له خوا د بهرنيو زده کوونکو سره د مرستې لپاره ټاکل شويدي، پدې ښوونځي کې هر زده کونکي که هغه نجلۍ وي يا هم هلک خپله ځانګړې موخه يا هدف لري،چې بايد ځان ورته ورسوي، ددې ډلې شل کلن ځوان سلمان له موسيقي سره مينه لري،هغه مخکې په اديسه بابا کې د کيبورد غږونکی او د يوې هنري ډلې د سندرو د ويلو د برخې مشر وو،هغه دلته په چين کې يې يو بريښنايي کيبورد رانيولی،او کله کله دلته خپلو نورو ملګرو ته کيبورد غږوي او يا هم د خپل هيواد سندرې ورته وايي.

ددې ډلې يوه اولس کلنه نجلۍ په ټينګه سره هوډ لري چې په چين کې تر زده کړو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنه شي، او په چين کې زده کړې اکروباتيک لوبې خپلو هيوادوالو ته هم وروښيي،او لدې لارې کولای شي چې نسبتأ ښه عايد تر لاسه کړي، ده وايي زه به د خپلې هر نندارې په تر سره کولو سره درې سوه بيره (ددې هيواد پولي واحد) تر لاسه کړم،دغې نجلۍ د خپلو ګوتو په وسيلې سره حساب وکړ او ويې ويل چې په هر ه مياشت کې کولای شي چې پنځلس نندارې تر سره کړي،او لارې به يې د مياشتې څلور زره او پنځه سوه بيره لاس ته راوړي،چي د ٤٥٠٠ يوانو سره برابر دي. دا نجلۍ وايي دا اندازه پسيې زما په هيواد کې يوه غټه شميره او ډيرې زياتې دي. په عمومي توګه زموږ خلک د مياشتې تر درې سوه بيره څخه زيات عايد نلري. ددې پلار له اوږدې مودې راهيسې کار کوي او ددومره کار او تجربې سره سره يې اوس ايلا مياشتنی معاش درې سوه بيره ته رسيدلی دی،