<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-11 16:57:38    
ستر پندا

cri

ستر پندا په چين حتی نړۍ کې ډير زيات شهرت لری چې د ټولې نړۍ په څه دپاسه دوو هېوادونو او سيمو کې ستر پندا ورک شوی دی او اوس يوازی د چين د سی چوان، شان سی او ګان سو ولايتونو په ځينو غرنی سيمو کې ستر پنداګان ليدل کيږی. تر اوسه پوری په ټوله نړۍ کې د ستر پندا ګانو شمېر له زرو څخه کم دی. د علمی شمېرنې له مخې، اکثر ستر پنداګان خپله اولادونه نه شی زيږولی چې د دغه ډول ژويو د زياتېدو لپاره ګټور نه دی. د څه دپاسه دوه مليونو کلونو نه مخکې ستر پندا په نړۍ کې ژوند کاوه، نو ځکه ډير لرغونی ژوی ګڼل کيږی. ستر پندا تل يو ځل يو اولاد زيږوی، اولادونه يی ډير کمزوری او د غذا له کمښت او سختو ناروغيو سره مخامخ دي چې اکثره يی مړه کيږی.

په ١٨٦٩کال کې يو تن فرانسوی چې داويد نوميږی، په چين کې ستر پندا پيدا کړ، د شلمې پېړۍ په دريمه ليسزه کې ستر پندا د امريکې د څيکاګو د ژويو په باغ کې وښودل شو او په ١٩٧٢ کال کې چين ته د امريکې ولسمشر نيکسن د سفر په موده کې د چين حکومت يو ستر پندا امريکې ته ورکړ. نن ورځ ستر پندا د نړۍ د زياتو خلکو خوښيږی او ډير زيات شهرت لری. د روسيې د يو علمی پوه په وينا ستر پندا د ژويو په نړۍ کې يو ډول قيمتی، ښکلی او زړه وړونکی ژوی دی.

ستر پندا له ورکېدو سره مخامخ دی، نو د چين حکومت د ستر پندا د ورکېدو د مخنيوۍ لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

لومړی، د اړوندو قوانيو د جوړېدو له لارې ستر پندا وساتل شی.

دوهم، د ١٩٦٣ کال راهيسی، د چين حکومت په واره سره په واره د ستر پندا د ساتلو لپاره څوارلس طبيعت ساتونکی سيمې جوړې کړي چې عمومی پراخوالی يی څه نا څه شپږ زره مربع کيلومتره دی.

د سی چوان ولايت د مرکز چين دو ښاروالي د ١٩٨٧ کال د مارچ په مياشت کې فيصله وکړه چې د ستر پندا د ساتلو يو مرکز جوړ کړی. دغې فيصلې د مرکزی حکومت، د سی چوان ولايت ملاتړ تر لاسه کړې او د اړوندو ارګانونو او زياتو بهرنيو شخصيتونو پاملرنه يی راجلب کړېده. د چين د ابادۍ او ځنګلدارۍ د وزارتونو او د چين د ژويو د ټولنې په مرستې سره د څه نا څه لسو کلونو د ابادۍ وروسته اوس د ستر پندا د ساتلو د مرکز پراخوالی څه نا څه شپږديرش اعشاريه پنځه هکتاره دی او د څېړنې مرکز، د زيږېدلو کوټې، د ژويو د روغتون، د ستر پندا د موزيم او د خدمت له مرکز څخه عبارت دی. دغه مرکز د چين دو ښار شمالې خوا په لس کيلومترۍ کې پروت دی او په ټول هېواد کې د ستر پندا په شمول د ځينو قيمتی ژويو د ساتلو يو مهم بنسټ ګڼل کيږی. په دغه بنسټ کې يو شمېر عالی متخصيصان او علی پوهان کار کوی او پرمختللی ماشين الات پکی ليدل کيږی. برسير پر دې، دغه مرکز د کورنيو اړوندو ارګانونو او پوهنتونو سره ټينګې اړيکې ساتلي دي.

د دغه مرکز د جوړېدو وروسته د چين د حکومت او د څه دپاسه پنځوسو بهرنيو هېوادونو، د هانکانګ،مکاو او تايوان څه نا څه سل زره سيلانيانو ور ته سفر کړيدی او د دوی ستاينې يی تر لاسه کړي او اوس په نړۍ کې زيات شهرت لری.