<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-11 18:41:46    
په کليوالو سيمو کې د ايکولوژيکی انرژۍ په برخه کې د چين او جنوبی اسيا هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري

cri

اوس چين په کليوالو سيمو کې د بيو ګازو په شمول د ايکولوجيکی انرژۍ د أبادۍ په بهير کې نوی پرمختګ کړی او تر اوسه پوری د څه د پاسه ١٨ مليونه کورنۍ چينايی بزګرانو له دغه بهير څخه ګټې تر لاسه کړي دي . د کرنې او ځنګلونو په چارو کې د چين او جنوب ختيځی اسيا هېوادونو چارواکيو وويل ښايی چې په چين کې دغه بدلون د جنوب ختيځی اسيا هېوادونو د کليوالو سيمو أبادۍ ته تجربې برابرې کړي

که څه هم د جنوب ختيځی اسيا هېوادونه د هوا ،کرهڼيزو ځمکو او اوبو په شمول بډاې سرچينې لري ،خو د جنوب ختيځې اسيا ځيني هېوادونه چې په کرنی بوخت دي ، په راتلونکی کې به د چين په شان له داسی مسئلو سره مخامخ شی چې د يو تن په سر سرچينې لږې ،ککړتيا يی زياته او ايکولوژيکی چاپيريال سخت شی .

خو د جنوب ختيځی اسيا بيلابېل هېوادونه په خپلو کليوالو سيمو کې د ايکولوژيکی انرژۍ د پرمختګ په بهير کې لازيات امکانات لري .د ويتنام د کرنې او کليوالو سيمو د پرمختګ د وزارت د پلټنې له مخې اوس په دغه هېواد کې د کورنيو مرغانو شمير ٢٧ مليونو ته رسيدلی او تر ٢٠٢٠ کاله پوری به دغه شمير پنځوس مليونو ته ورسيږي .که د دغو کورنيو مرغانو له فصله موادو څخه د رامنځته شوی بيو ګازو په کارولو سره بريښنا توليد شی ،نو د بيو ګازو په کارولو سره به د بريښنا د توليد لپاره څو کوچنی فابريکې جوړې شی چې له امله به يی هر کال د يو مليارډ کيلو واټو په اندازه بريښنا توليد شی .

په کرهڼيزو چارو کې د ايکولوژيکې چاپيريال او توليد شرايطو د سختوالی په وړاندی د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پيل کې د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د انرژۍ او ايکولوژيکی کرنې د پرمختګ افکار وړاندی کړل او د شلو کلونو له پرمختګ وروسته په کليوالو سيمو کې د بيو ګازو په شمول د انرژۍ او ايکولوژيکی کرنې د پرمختګ افکار د چين په زياتو سيمو کې په پراخه توګه کارول شوي دي .

د چين د کرنې وزارت د نړيوالې څانګې د اسيا او افريقا اداری مشر تانګ سنګ يو وويل چې له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پوری د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د بيو ګازو د کارولو لپاره ٣ مليارډه او ٤٥٠ مليونه يوانه اچولي او د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری د هېواد د بيو ګازو کارونکيو شمير ١٨ مليونه او ٧٠ زره کورنيو ته رسيدلی چې له امله يی هر کال د بزګرانو اته مليارډ يوانه لګښت کم شوي دي .

د چين د ګوانګ سی د ځوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې يو په درېمه برخه بزګرانو د بيو ګاز کارولی دی .

د ٢٠٠١ کال په نوامبر مياشت کې د چين او جنوب خيتځې اسيا ټولنې ترمنځ په پنځمه سر مشريزه غونډه کې کرنه د ٢١ مې پيړۍ په وړاندی د همکارۍ له لسو مهمو ساحو څخه د يوې مهمې ساحې په توګه ګڼل شوې ده .په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کرنې وزارت د دغې ټولنې له سکرتريت سره په کرهڼيزو چارو کې د همکارۍ په باب يادښت پاڼه لاسليک کړه چې له امله يی په کليوالو سيمو کې ايکولوژيکی انرژۍ په کرنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ يومهم ټکی شوی دی .

ښاغلی تانګ وويل مونږ کولی شوو چې د جنوب ختيځی اسيا له هېوادونو سره د

ايکولوژيکی کرنې د پرمختګ او د کليوالو سيمو د انرژۍ د کارولو په بهير کې د نويو برياليتوبونو او تجربو څخه ګډه ګټه واخلو او په دغه برخه کې د همکارۍ په باب بحث وکړو او په کليوالو سيمو کې د نويدونکی انرژۍ په أبادی کې نوموړو هېوادونو ته تجربې برابرې کړو.