دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهوری سندرغاړی يی ماو او لياو شا له خوا ويل شوی ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به په ګډه د دوی له خوا ويل شوی د چين د ان هوی ولايت يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی د أبي شاه بلوط شکول ٠
( سندره ١ )
مونږ په کښتۍ أبي شاه بلوط شکوو
هلک نجلۍ خوښوی
نجلۍ له هلک سره ډيره مينه لری
مونږ د شاه بلوط د دوو څانګو په شان په يوه ورځ زيږيدلي يو.
لکه په سندره کی چی ويل شوی ،يی ماو او لياو شا په چين کی د ښځی او خاوند دوه مشهور سندرغاړی دي٠ دوی په ١٩٦٥ کال کی د چين د هو نان ولايت په چانګ شا کی زيږيدلي او د ماشومتوب په موده کی يی د چانګ شا ښار د هونګ لينګ جين په نامه د سندرو او نڅا کولو په ډله کی د کوچنيو سندرغاړيو په توګه وټاکل شول٠ په ١٩٧٢ کال کی يی ماو د هو نان ولايت د اوپيرا په ډله کی زده کړې وکړې او په ١٩٨٠ کال کی لياو شا د هو نان په راډيويی هنری ډله کی د يواځني سندرغاړې په توګه وټاکل شو٠ په ١٩٨٢ کال کی دوی په ګډه د چين د موسيقی په پوهنځی کی زده کړی وکړی٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو، همدا اوس مو د يی ماو او لياو شا له خوا ويل شوی د هو نان ولايت يوه ولسی سندره واوريدله چی نوم يی د لرګيو پريکول دی٠ دغه سندره د پوښتنی او ځواب له لاری د ميړه او ميرمن له خوا په غر کی د لرګيو د پريکولو حالت څرګند کړی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د دوی له خوا ويل شوی د تايوان يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی هلک پر نجلۍ باندی مين دی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو ، د يی ماو او لياو شا له خوا ويل شوی خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی ننني پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ستاسو د برياليتوب په هيله٠