<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-12 17:08:04    
چاپيريال او سرطان

cri

د علمي او طبي سويي په لوړيدو سره هغه يو شمېر ساري ناروغۍ چی پخوا يی انسان ته ګواښ او خطر پيښ کړي وو، کنترول شوي او يا بيخي له منځه تللي دي٠ خو ځيني غير ساري ناروغۍ اوس هم د انسان روغتيا ته سخت خطر ګڼل کيږی لکه سرطان٠ د شلګونو کلونو راهيسی انسان د سرطان سره د مبارزې په ترڅ کی ثابته کړې چی د سرطان د راپيد کيدو اصلی لامل ميکروب، ويروس يا طفيلي مواد نه بلکی د چاپيريال سره نژدي اړيکي لري٠ ګڼ شمېر پوهانو د زياتو څيړونو په ترسره کولو سره دا نظريه وړاندي کړې چی په سلو کی اتيا يا نوي د سرطان ناروغۍ د چاپيريال د خرابوالي له امله پيدا کيږي ځکه چی په بېلا بېلو ځايونو کی بېلا بېل سرطانونه شته ، له دی څخه څرګنديږي چی د سرطان د پيدا کيدو علتونه د محيطي شرايطو سره نژدي اړيکي لري٠ د مثال په توګه د نورو کارکوونکو په پرتله د اکسريز کوونکيو د وينو په سرطان د اخته کيدو امکان زيات دی٠ په حيواناتو باندي له ازمايښتونو څخه ثابته شوې چی د ډول ډول سرطانونو د رامنځته کيدو عوامل زرو ته رسيدلي دي او هغه دری عوامل چی انسان ور سره زيات تماس او اړيکی لري، په دي ډول دي ، لومړي بينزوپرين دی چی د سکرو او نفتو په ځاځکو کی موجود دی او د سګريت ځکولو له لاری د انسان وجود ته داخليږي٠ دوهمه ماده نيتروسامين دی چی په طبيعت کی ډېر پيداکيږي او انواع يی هم زيات دي ٠ دغه ډول ماده د هاضمې په جهاز کی د سرطان د رامنځته کيدو سبب کيږي٠ دريمه ماده افلاتو کسين نوميږي چی يو ډول چڼيشی دی او په چڼيشی وهلو جوارو او بادام کی ښه وده کوي٠ افلاتو

کسينهم د جګر د سرطان لامل ګرځی ٠ پخوا يوه غلطه نظريه موجوده وه چی سرطان نه جوړيږي٠ اوس د پوهانو په نظر په سلو

کی اتيا يا نوي برخه سرطانونه د محيطي عواملو له امله راپيدا کيږي، نو له تيوريکی نظره سرطان جوړيداي شي ځکه چی خلک پوره طاقت لري چی خپل چاپيريال تبديل او په چاپيريال کی د سرطان د راپيدا کيدو عوامل کنترول کړي او د هغو ډول ډول سرطانونو علاج وکړي چی انسان ته سخت خطر ورپيښوی٠ د شلو کالو راهيسی په زياتو هېوادونو کی د سرطانونو د رامنځته کيدو ميزان ټيټ شويدی ، مثﻵ په امريکا کی د معدې سرطان په سلو کی شپيته او په جاپان کی هم په سلو کی شپږ دېرش کم شويدي٠ دغه راز د ځينو سرطانونو له امله د ناروغانو د مړينې ميزان هم د ټيټيدو په حال کی دی، پوښتنه دا ده چی په نوې پيړۍ کی به انسان څنګه په سرطان باندي غلبه ومومي؟ له يوي خوا مونږ هيله لرو چی علمي او تخنيکي ترقي چټکه شي، له بلې خوا مونږ بايد خپل چاپيريال او روغتيا ښه وساتو او د سرطان د وقايی لپاره د ژوند کولو سالمه لار مراعات وکړو٠ يقين دي چی په نوی پيړۍ کی به د سرطانونو د علاج په ساحه کی زيات برياليتوبونه ترلاسه شي٠