<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-12 19:09:03    
پاکستان ، افغانستان او ناټو دا پلان لری چې د پوځی استخباراتو ګډ مرکز جوړ کړي

cri

د پاکستان د خبري رسنيو د نومبر د دوولسمی نيټی د خبر له مخې پاکستان ، افغانستان او ناټو د روانې مياشتی په يوولسمه نېټه په ګډه له دې سره موافقه وکړه چې د افغانستان په کابل کې د پوځی استخباراتو يو ګډ مرکز جوړ کړي تر څو له ترهګرو فعاليتونو سره مبارزه وکړي .

نوموړو دريواړو خواوو دغه پلان په کابل کې په يوه لوړ پوړی پوځی غونډه کې جوړ کړ .په افغانستان کې د ناټو پوځ ستر قوماندان داويد ريچاردس ، د افغانستان او پاکستان د پوځونو لوړ پوړی چارواکيو په غونډه کې ګډون وکړ . په غونډه کې پريکړه شوې چې د استخباراتو مرکز به د دريواړو خواوو د پوځی کارکوونکو له خوا جوړ شي .

برسيره پر دې په غونډه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدی سيمو د امنيت د حالاتو په هکله هم بحث وشو .