<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-13 16:49:17    
ولی افغانستان لا هم د جګړو په حال کې دی ؟

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د ٢٠٠١ کال د نومبر په ديارلسمه نېټه په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ رژيم تر پښو لاندی شو او د روان کال د نومبر تر ديارلسمې نېټې پوری يی پنځه کاله پوره شول . په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د بيا جوړولو لاره نه ده موندلی او ا اوسني حالات يې لا ترينګلی دی . د څيړونکو په اند ، په دغه هېواد کې د حالاتو د ترينګلتيا لامل دا دی چې اړوندو خواوو د افغانستان د عامو خلکو ګټو ته ډېره پاملرنه ونه کړه .

له جګړو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې تر مرستو لاندی نوی اساسی قانون جوړ او په بريالی توګه يی د ولسمشرۍ او پارلمان ټولټاکنې تر سره کړې چې په دغه هېواد کې سياسی چارې په عادی ډول روان وې . د دې ترڅنګ نړيوالې ټولنې د هېواد د اساسی تاسيساتو د جوړولو او د حکومت دکارونو لپاره د لسګونو ميليارډو امريکايی ډالرو په ارزښت مرستې ورته برابرې کړې . خو زياتره دغه مرستې د افغانستان عامو خلکو ته ونه رسيدې چې د دغه هېواد يو شمير ځايونه لا هم ډېر په بی وزلۍ کې پاتې دی او په منځنی ډول پکې له څلورو ماشومانو څخه يو له پنځه کلنۍ نه مخکی مري . زياتره افغانان لا هم په لرګينو او له خټو څخه په جوړ شويو کوټو کې اوسيږی . له پلازمينې کابل نه پرته په نورو ځايونو کې تاوتريخوالی او اخ وډب ډېر زيات دی . بر سيره پردی ، د افغانستان په جنوب د کندهار په ښار کې هره ورځ يوازی د دريو ساعتونو لپاره عامو خلکو ته بريښنا برابره شوې .

د طالبانو په مشرۍ د رژيم له ړنګيدو وروسته څه دپاسه څلور مليون اوه لکه تنه افغانان له ايران او پاکستان نه افغانستان ته راستانه شول . خو په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د عامو خلکو ژوند ښه والی نه دی موندلی .

د طالبانو د رژيم له راپرځيدو وروسته امريکا يوازی د القاعدی سازمان د مشرانو د نيولو لپاره هڅې وکړې ، خو څو زرو تښتيدلی طالبانو ته يی پاملرنه ونه کړه . نو دوی دا فرصت درلود چې خپل ځواکونه يو ځل بيا راغونډ کړی . د ٢٠٠٥ کال له پيل نه تر اوسه پوری ، د طالبانو د وسله والو کسانو له خوا د بريدونو شمير او پيمانه ګام په ګام زياتېږی . د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نيکولاس برنس په تېره مياشت کې څرګنده کړه : اوس طالبان د افغانستان حکومت ته خطر نه پيښوی . خو يو شمير کارپوهانو دې ته اشاره کړې چې طالبان په لومړيو وختونو کې له څو سوو کسانو نه ګام په ګام په يوه لوی ځواک بدل شول او د افغانستان رژيم يی تر لاسه کړ . د طالبانو د تسلط په وخت کې عامو خلکو د اوسنيو حالاتو په  پرتله په لا ښه او ثابتو حالاتو کې ژوند کولای شو ، که د افغانستان اوسنی حکومت د عامو خلکو د ژوند په اړه مسئلې حل نه کړی ، نو د طالبانو ځواکونه به ګام په ګام پياوړی شی .

د شمېرنې سره سم ، له ٢٠٠٢ کال نه تر اوسه پوری ، د نړيوالې ټولنې له خوا افغانستان ته په برابر شويو مرستو کې دوه اتيا ميليارډو او پنځه سوه مليونه امريکايی ډالره د دغه هېواد په پوځی چارو کې لګول شوی ، خو يوازی اوه ميليارډه او دری سوه مليونه امريکايی ډالره يی د بيوزليتوب د له منځه وړلو او د هېواد د پرمختګ په چارو کې مصرف شويدی .

بر سيره پردی ، په افغانستان کې په مناسب ډول د کوکنارو د کرنې د مخنيوی

په اړه مسئله نده حل شوې . په دغه هېواد کې د کوکنارو کرل د يو شمير بزګرانو د ژوند يوازنی لار ده ، نو که په زور سره د کوکنارو د کرنې مخنيوی وکړي ، دوی به د طالبانو په ځواکونو کې ورګډ شی . تر اوسه پوری د کوکنارو د کرنې د مخنيوی په اړه پلی شوی تدبيرونو برياليتوب نه دی تر لاسه کړی . په ٢٠٠٦ کال کې په افغانستان د کوکنارو د کرنې پراخوالی د ٢٠٠٥ کال پر بنسټ په سلو کې نهه پنځوس زيات شوی او توليدی اندازه يی شپږ زره او يو سل ټنو ته رسيدلی ده .

د څيړونکو په اند د طالبانو په مشرۍ د رژيم د تر ړنګيدو پنځه کاله وروسته ، د افغانستان جګړه نه يوزای د القاعدی سازمان ، طالبانو او ترهګرۍ پر ضد مبارزې ګڼل کيږی . که د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه لا هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته لا زياته پاملرنه وکړي او د افغانستان د عامو خلکو ګټې تر غور او پام لاندی ونه نيسی ، نو د افغانستان حالات به ګام په ګام نور هم ترينګلی شی .