<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-13 18:44:26    
د چين او افريقا ترمنځ اقتصادی او سوداګريزه همکاري نوی پړاو ته رسيدلی ده

cri

ګرانو اوريدونکيو،د ٤٨ افريقايی هېوادونو مشرانو او لوړ پوړيو چارواکيو په وروستيو ورځو کې د چين په پلازمېنه بيجينګ کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په فورم کې ګډون وکړ .په دغه غونډه کې د چين ولسمشر هو جين تاو د چين د حکومت په استازيتوب د افريقايی هېوادونو د پرمختګ د خپل هېواد د ملاتړ په اړه ٨ نوې تګلارې او تدبيرونه اعلان کړل . د چين صدراعظم ون جيا باو هم پردی بنسټ د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادی او سوداګريزی پرمختګ په اړه وړانديزونه وکړل چې له مخې به يی د چين او افريقايی هېوادونو ترمنځ اقتصادی او سوداګريزه همکاري يو نوی پړاو ته ورسيږي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغې همکارۍ په باب معلومات وړاندی کړو .

په وروستيو کلونو کې سوداګريز او اقتصادي تګ راتګ د چين او افريقايی هېوادونو ترمنځ په دوستانه اړيکيو کې مهم رول لوبولی دی .اوس چين په سوداګرۍ کې د افريقايی هېوادونو دريم لوی همکار دی .

ددغه فورم په موده کې د چين او افريقايی هېوادونو د صنعتګرانو د دوهمې دورې په غونډه کې د چين صدراعظم ون جيا باو وويل چې چين او افريقايی هېوادونه بايد د اقتصادی او سوداګريزې تبادلې د پياوړتيا لپاره کوشش وکړي .هغه وويل (اواز...............) دواړه خواوي بايد د سوداګريز جوړښت د غوره کيدولپاره کوشش وکړي چې له امله به يی تر ٢٠١٠ کاله پوری د چين او افريقايی هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت سل مليارډو امريکايی ډالرو ته ورسيږي او دغه راز چين په افريقايی هېوادونو کې د چينايی تصديو د پانګونې هڅونه کوي .

د چين حکومت د متقابلو ګټو پر بنسټ له افريقايی هېوادونو سره اقتصادی او سوداګريز تګ راتګ زياتوي او په بيلا بيلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ دهمکارۍ د پياوړتيا لپاره کوشش کوي چې د افريقايی هېوادونو او خلکو له خوا يې هر کلی شوی دی .د دغه فورم ګډ مشر او د حبشې صدراعظم مليس زيناوی وويل د نړۍ پرمختګ د افريقا او چين له پرمختګ سره نژدی اړيکی لري او د دواړو خواوو خلک د چين او افريقا ترمنځ له همکارۍ څخه ګټې تر لاسه کوي .(اواز..........)

زما په أند مونږ يوه درنه دنده لرو او بايد د چاپيريال د ښه والی لپاره کوشش وکړو چې د تصديو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ او پانګونه په سالمه توګه تر سره شی .

د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګريزې اندازې د پراخوالی ترڅنګ اقتصادی او سوداګريز جوړښت هم په پرله پسی توګه غوره شوی دی .يوه خوا افريقايی هېوادونو ته د چين له خوا پر صادراتی توليداتو سربيره د عصری تکنالوژۍ لرونکو توليداتو شمير زيات شوی دی .بله خوا له افريقايی هېوادونو څخه د چين صادارات هم زيات شوي دي .

دخوښۍ وړ خبره دا ده چې د چين او افريقايی هېوادونو ترمنځ د حکومتونو د کوششونو له لاری د صنعتګرانو ترمنځ په تبادله کې نژديوالی راغلی دی .د چين او افريقا ترمنځ د صنعتګرنو په دوهمه غونډه کې د دواړو خواوو پنځلس سوه صنعتګرانو ګډون وکړ او يو له بل سره يې په څو ساحو کې خبری اتری وکړې .د نايجر د سوداګرۍ ،صنايعو او د تصديو د خصوصې کيدو چارو وزير هابی محمدو سليسو خبريال ته وويل د نايجر حکومت له چين سره د سوداګريزې او اقتصادې همکارۍ هڅونه کوي .(اواز..........) د سوداګريزې او اقتصادی همکارۍ مهم ټکی مخابرات

دی . اوس د چين د جی تی ای شرکت زمونږ په هېواد کې په خپلو چارو لاس پوری کوي .مونږ په نايجر کې د چينايی تصديو د پانګونې هڅونه کوو .په همدی وخت کې به مونږ د پانګونې لپاره ښه شرايط برابر کړو .

ګرانو اوريدونکيو ،د چين او افريقايی هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکيو د پرله پسی پرمختګ په حالت کې د دواړو خواوو سوداګريزه او اقتصادی تبادله د افريقايی هېوادونو د اقتصاد او ټولنې د پرمختيا لپاره ګټوره ده . د دغو سوداګريزو او اقتصادی اړيکيو د لازيات پرمختګ په موخه د چين نوې تګلاره به د خپل منځۍ همکارۍ لپاره روښانه زمينه برابره کړي .