<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-13 19:50:22    
قومی خصوصيت لرونکی سيلانی د شينجيانګ قزاقيانو ته نيکمرغی رسولې ده

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، ٌ شينجيانګ ته کتنی ٌ په نننی پروګرام کښی به تاسی يو راپور واوری چې عنوان يې دی د قومی خصوصيت لرونکی سيلانۍ د چارو پرمختګ د شينجيانګ قزاقيانو ته نيکمرغی رسولې ده٠

د قزاقيانو ژوند له أسونو سره ټينګې اړيکی لری٠ نن سبا د چين د شينجيانګ د ګونګ ليو ولسوالۍ قزاقی مالداران د اسونو په وسيله د قومی خصوصيت لرونکی سيلانی چارو ته پرمختګ ورکوی او ګام په ګام بډای شويدی٠ د CRI راډيو خبريالانو په دی وروستيو ورځو کښی د ګونګ ليو ولسوالۍ د کوردنين له غرنی سيمې څخه ليدنې کتنې وکړې او و يې ليدل چې د غره په لمنو کښی يو شمير قزاقی خيمې ولاړې دی ، زيات أسونه د خيمو تر څنګه دريدلی او قزاقی نجونې په قومی جامو کښی د خيمو په دننه او دباندی کښی په خپلو کارونو لګيا وې٠ کله چې خبريالان د اغارسن علاقه دارۍ د مالدار ساګات خيمې ته ورننووتل ، د ده يو دوست سپين ږيری عوالبی هم هلته ميلمه و، دغه سپين ږيری د قزاقی قوم د ځانګړی موسيقی الې په غږولو سره په خوښی سره يوه سندره ٌ خبريالان ښه راغلی ٌ وويله :

( سندره ) خبريالانو وليدل چې د خيمې په دننه کښی غوړيدلی او ديوالی غالۍ له رنګا رنګ وړيو څخه اوبدل شوې او ټوله خيمه ډير ښکلی ده٠ د ساګت په قول دغه خيمه په عمده توګه د سيلانۍ چارو لپاره جوړه شوې او يوازی د سيلانيانو د نشتوالی په وخت کښی د خپلې کورنۍ غړی پکښی اوسيږی٠ هغه خبريالانو ته وويل : ( اواز ) ٌ زه له ٢٠٠١ کال څخه د سيلانۍ په چارو بوخت يم٠ پخوا قزاقی

مالدارانو کوچيانی ژوند تيراوه او عمومأ په خيمو کښی اوسيدل، خو د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته زمونږ د علاقه دارۍ ټولو مالدارانو د غره په لمنو کښی دايمی او کلک کورونه جوړ کړی دی٠ مونږ اکثرأ په دايمی استوګنځی کښی په کرهنی بوخت يو، خو په هر دوبی کښی ځينی قزاقيان په غرونو کښی په مالدارۍ او د سيلانۍ په چارو لاس پوری کوی٠ ٌ

د ګونګ ليو ولسوالۍ د کوردنين غرنی سيمه په دوبی کښی يو ډير ښه څړځای دی٠ هلته ډيرې ښکلې منظرې شته او د سيلانۍ لپاره يو مناسب ځای دی٠ نو د اګارسين علاقه دارۍ حکومت مالداري او د سيلانۍ چارې د خپلې علاقه دارۍ د اقتصادی پرمختګ لپاره د ملا د تير په توګه بولی او د مالدارۍ او سيلانۍ له لاری د خپلې علاقه دارۍ اقتصاد ته پرمختګ ورکوی٠

ښاغلی ساګات او نورو څو تنو مالدارانو تر ټولو مخکښی د حکومت بلنې ته په مثبت ځواب ورکولو سره د سيلانۍ په چارو لاس پوری کړی چې د دوی د برياليتوب له امله لا زياتو بزګرانو او مالدارانو هم د سيلانۍ په چارو کښی برخې اخيستی دی٠ اوس د دوی عايدات د پخوا په پرتله څو چنده زيات شوی او د ژوند کچه يې هم ډيره لوړه شوېده ٠ ساګات وويل : ( اواز ) ٌ پخوا مونږ يو سل يا دوه سوه پسونه روزل او کلنی عايدات مو له لس زرو ژن مين بی يوانو څخه هم کم وو٠ خو اوس چې د سيلانۍ په چارو لاس پوری کوو، يوازی د دوبی په شاوخوا پنځومياشتو کښی څه دپاسه شل زره يوانه ترلاسه کولای شوو٠ دغه راز د سيلانۍ چارو له لاری مونږ له زياتو خلکو سره اړيکی پيدا کړی چې له امله يې زمونږ د کتلو دايره ډيره پراخه شوې او نظر او مفکوره مو هم ګام په ګام نوی شوېده٠ ٌ

له پنځو کالو راهيسی ښاغلی ساګات د سيلانۍ د چارو په هکله زيات تجربې راغونډې کړېدی٠د قزاقې قوم پر أسونو سپرلۍ، د أس د شيدو څښل،د أس د غوښو او کولمو خوړل د قزاقيانو د سيمو د سيلانی چارو ځانګړی پروګرامونه دی او ټول سيلانيان غواړی چې له هغو څخه خوند واخلی٠ ښاغلی ساګات له دغه سوداګريز فرصت څخه ښه استفاده کړې او د سيلانيانو د هرکلی په ترڅ کښی يې په پوره توګه د خپل قوم خصوصيتونه ښودلی دی ٠ سپين ږيری عوالبی د خپلو خبرو په ترڅ کښی وويل : ( اواز ) ٌ د سيلانۍ چارو له پيل نه مخکښی د اس شيدې مونږ پخپله څښلې او د اس غوښې هم يوازی په کورنيو ميلمستياوو کښی استعماليدې ٠ مونږ خيال نه درلود چې له دغو شيانو څخه په استفادې سره پيسی ترلاسه کړو٠ خو اوس د اس غوښې او شيدې سوداګريز شيان ګرځيدلی دی، دا زمونږ د قوم خصوصيت لرونکی خوراکونه دی٠ دغه راز زياتو سيلانيانو چې دلته راغلل، تر ټولو نه لومړی پوښتنه کوله چې د سپرلی اسونه شته که نه ؟ نو مونږ هم نور زيات اسونه روزلی او زينونه مو ورباندی تړلی ترڅو سيلانيان د مالدارنو له ژوند څخه خوند واخلی٠ اوس اسونه زمونږ د اقتصادی عايداتو مهمه سرچينه ګرځيدلې او د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله زمونږ ژوند ډير ښه شويدی٠ ٌ

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو،همدااوس مو يو راپور واوريد چې عنوان يې و قومی خصوصيت لرونکی سيلانۍ د شينجيانګ قزاقيانو ته نيکمرغی رسولی ده