<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-13 19:59:49    
کورنيو او بهرنيو پوهانو د تبت د هنر او کلتور د ساتنې په اړه د چين د حکومت د بدبيرونو ستاينه وکړه

cri

د چين د تبت د کلتور غونډه په تير اکتوبر کی تر سره شوه. د دوو لسو هېوادونو څه د پاسه يو سل او شل کلتوری پوهانو او مشهورو کسانو په دغه غونډه کی ګډون وکړ او د تبت د کلتور ساتنې او پرمختګ په اړه يی بحث وکړ. د دغو ګډون کوونکيو په اند د تبت د عنعنوی کلتور د ساتنې په برخه کی د چين حکومت برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

ګډون کوونکی جامپال جياڅو چې په قوم تبتی او اته شپېته کلن دی، د تيری پېړۍ له اتمې لسيزې راهيسی د تبت د دوديز کلتور په څېړنه بوخت دی. هغه وويل په ډېرو کلونو کی د چين حکومت د دغې سيمی د عنعنوی کلتور د ساتلو لپاره زياتی پانګی لګولی دی. د بيلګی په توګه د ګصر په نامه د تبت حماسه چې په نړۍ کی تر ټولو اوږد شعر بلل کيږی، د شعرونو راغونډولو او تنظيمولو کارونو د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. دغه شعر د چين د کلتور وزارت لخوا د غير مادي کلتوری ميراث د استازيو په لست کی شامل شوی دی. هغه زياته کړه چې د ګصر حماسه اوږد تاريخ او د مينه والو ژور بنسټ لری. کورنيو او بهرنيو پوهانو د دې حماسې تنظيمولو او راغونډولو د کارونو ستاينه وکړه. مونږ بايد په دغه برخه کی په پر له پسی توګه کوششونه وکړو.

د چين د تبت د کلتور غونډه په ٢٠٠٤ کال کی پيل شوه چې د تبت د کلتور ساتنې او پرمختګ ټولنې لخوا جوړه شوی نا رسمی غونډه ده او موخه يی د تبت

کلتور ساتلنه، پرمختګ او د دغې سيمی د سمسورتيا او ابادۍ پرمخ بيول دي. دغې ټولنې کورنيو او بهرنيو پوهانو ته بلنه ورکړې چې د تبت د کلتور ساتنې په اړه وړانديزونه وکړي. د استراليا د د ګريفيص پوهنتون پروفيسرکولين ماکيراس څو ځله تبت ته تللی او په خپلو سترګو د ليدو حقايقو په وړلو سره يی وويل چې د چين د حکومت په ملاتړ يی د تبت دوديز کلتور پرمختګ موندلی دی. هغه په ١٩٩٠، ١٩٩٧ او ٢٠٠٢ کال کی له تبت څخه ليدنه وکړه او د تبت د دوديز کلتور ښه پرمختګ يی وليد. د ١٩٩٥ کال په دوبی کی يی د چينګهای په يو کلی کی د يو عنعنوی جشن د لمانځنې په فعاليتونو کی ګډون وکړ او دوديزه نڅا او بيلا بيل مذهبی مراسم يی وليدل . هغه وويل له حقيقتونو څخه څرګنديږی چې د تبت هنر او کلتور نه يوازی نه دی ورک شوی بلکی د چين په حکومت ملاتړ د سمسوړتيا په حال کی دی.

د دغې ټولنې مشر لای شانګ لونګ چې د م م د اقتصادی او ټولينيزو چارو د څارنې يو چارواکی و او د م م د زريزې پرمختګ په اړوندو کارونو کی يی ګډون کړی، په نوموړی غونډه کی وويل چې د چين حکومت کلتوری پرمختګ ته په درنه سترګه ګوری او تدبيرونه يی د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی او د م م د زريزې پرمختګ له بهير سره سمون خوری.

په دغه غونډه کی ګډون کوونکيو د چين د حکومت د تدبيرونو پر ستاينې سربيره، وړانديزونه هم وکړل چې چين بايد د سيلانيانو د شمېر د زياتوالی په شمول د بيلا بيلو عواملو له امله د دغې سيمی چاپيريال او عنعنوی کلتور ته د زيانونو رسولو د مخنيوی په موخه فعال تدبيرونه ونيسی.