د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يو د نوامبر په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتی مطبوعاتی غونډه کې وويل چې د ازادی سوداګرۍ سيمې د جوړولو په هکله د چين او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په بنسټيزه توګه بشپړې شوي دي. د نوموړی مطبوعاتی غونډې په ترڅ کې د يو خبريال پوښتنې ته په ځواب کې چې د چين او هند ترمنځ به هم د ازادی سوداګرۍ سيمه جوړه شی که نه؟ وياندې جيانګ يو څرګنده کړه چې د چين او هند ترمنځ د ازادی سوداګرۍ سيمه نشته، يوازی داسی څه شی چې د سيمه ايزې سوداګرۍ تنظيم ور ته ويل کيږی. د ٢٠٠٥ کال په اپريل کې له هند هند د چين صدر اعظم ون جيا باو د ليدنې په ترڅ کې دواړه خواوې په دې هکله موافقې ته رسيدلی وې.
|