<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-14 19:27:06    
وانګ ګوانګ می ___ د بی وزلو ميندو د مسکا لپاره

cri

د اکتوبر په ديارلسمه نيټه سهار وختي په دريو بجو د چين د ولسي جمهوريت د پخواني ولسمشر ليو شاو چې ميرمن وانګ ګوانګ می د پنځه اتيا کلونو په عمر له دې نړۍ څخه د تل لپاره خپلې سترګې پټې کړې ، د يادونې وړ خبره دا ده چې وانګ ګوانګ می د خپل ژوند په وروستې موده کې خپل ټول ځواکونه او مينه د هيواد زرګونو بې وزلو ميندو ته ورکړې وه . دا په شلمه پيړۍ کې د چين له هغو ښځو څخه وشميرله شوه چې خپل ژوند يي له افسانو څخه ډک بريښيده . د بيلا بيلو ټولنو ډيرو وګړو په دوهمه ورځ ددې سره خداي پاماني وکړه ، د خواشينۍ په سالون کې ددې له مسکا څخه ډک عکس راځوړند و . وانګ ګوانګ مې په نرۍ او ارامه مسکا له دنيا څخه لاړه ، ددې له مسکا څخه د ګڼ شمير بي وزلو ښځو مسکا هم ليدل کيږي . خو د تاسف او خواشينۍ وړ خبره دا ده چې د دې له مرګ څخه څلور ورځې وروسته يعني د اکتوبر په اولسمه نيټه وانګ ګوانګ مې د نيکمرغۍ په نامه د پلان د طرح کوونکې په توګه د بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله د لومړني کچې جايزې اخيستونکي په حيث وټاکله شوه ځکه چې د يوولسو کلونو راهيسې ددې د وړانديز له برکته د نيکمرغۍ پلان په اړه په ټول هيواد کې درې سوه نهه اتيا پروګرامونه د پلي کيدو په حال کې دي چې تر اوسه پوري پکی درې سوه لس مليونه يوانه لګول شوي او د دغو پيسو له لارې نژدې د يو لک او څلور پنځوس زرو کورنيو اوو لکو تنو ګټې اخيستې دي .

ددې لور د خپلې مور په استازيتوب دغه جايزه واخيسته او ددې جايزې اخيستلو

له امله ډيره متاثره شوه او و يي ويل نه غواړم چې ددې پلان د پلي کولو په بهير کې د خپلې مور لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه ياد کړم ، يوازې له ګڼ شمير بي وزلو

ښځو سره د مور د زياتې پاملرنې يادونه کوم ځکه څومره چې د پاملرنې ساحې لويې وی ، هغومره به د ټولنې لپاره زيات خدمتونه برابر شی .

وانګ ګوانګ مې د نولس سوه پنځه نويم کال د فبروري په مياشت کې چې څلور اويا کلنه وه ، د چين د نفوسو د ټولګټو صندوق د نيکمرغۍ پلان د تشکيلاتي کميټې د مشرې په توګه وټاکل شوه . په هغه وخت کې دی هره ورځ له اتو څخه تر لسو ساعتو پوري کار کاوه او حتی د هيواد په شمال لويديځ ولايت شان شي کې يی له بي وزلو ځايونو څخه ليدنې کولی چې تر هغه وروسته ددې زړه له بي وزلو ښځو سره وتړل شو .

يو وار وانګ ګوانګ می د تشکيلاتې کميټې له نورو غړو سره بحث کاوه چې په دی وخت کې د مني سخت باد لګيده ، ده ناڅاپه له څوکۍ څخه پورته شوه او په ناقراره زړه يي له کړکۍ څخه بهر ته وکتل او و يي ويل چې د هيواد په شمال لويديځ کې به د سخت باد له امله د زياتو کورونو بامونه ويجاړ شي . بايد هغو ځايونو ته ولاړ شو . وانګ ګوانګ می د ځوانۍ په موده کې د رياضياتو په څانګه کې ډيره تکړه او په چين کې د اټومي فزيک په اړه د لومړنۍ ماستري کچې اخيستونکې وه ، خو د پيسو له شميرلو سره يي هيڅ علاقه نه درلوده . د نيکمرغۍ پلان د پلي کولو په لومړنيو ورځو کې د پيسو د کمښت له امله وانګ ګوانګ می په خپل کور کې د ساتل شويو څو لرغونيو شيانو د ليلامولو له لارې تر لاسه شوي پنځه لکه شپيته زره يوانه دی پلان ته بسپنه ورکړه . ځينو کسانو ور څخه پوښتنه وکړه چې تاسي د دومره قيمتي شيانو له پلورلوڅخه ډډه نه کوئ ؟ وانګ ګوانګ مې ځواب ورکړ چې نه ، زه

يوازې بی وزلو ميندو ته زياته پاملرنه کوم . هان د نيکمرغۍ پلان د مشرتوب دندې د په غاړه اخيستلو دمخه وانګ ګوانګ مې له بی وزلو ميندو سره زياته علاقه

درلوده او کله نا کله يی خپل شيان او پيسې يي ورته د بسپنی په توګه ورکولې . د تير جولاي په مياشت کې په يو خيريه فعاليت کې د وانګ ګوانګ می هغه لاسی ليکنه چې د خيريه چارو لپاره يی ليکلې وه ، وپلورل شوه او اخيستل شوي دوه لکه يوانه نوموړي پلان ته ورکړل شول . کله چې دغه خبر د بستری شوې وانګ ګوانګ می غوږو ته ورسيد ، خپلې لور ليو تين ته يي وويل چې قلم ما ته راکړه . خو په دې وخت کې يي د سختې ناروغۍ له امله حتی د قلم نيولو توان هم نه درلود .

له دنيا څخه له تګ نه دمخه لور يی ليو تين مور ته وويل تاسی ارامه اوسۍ ، زه به ستاسو په استازيتوب د نيکمرغۍ پلان پلي کولو ته دوام ورکړم .