<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-14 19:31:22    
په لوس انجلس کې د اولمپيک د درويشتمې دورې سپورتي لوبې

cri

د اولمپيک د درويشتمې دورې سپورتي لوبې د ١٩٨٤ کال د جولای له اته ويشتمې نېټې نه د اګيست تر دوولسمې نېټې پوری د امريکا د لوس انجلس په ښار کې تر سره شوې او د يو سل او څلويښتو هېوادونو شپږ زره او اته سوه او نهويشت تنه لوبغاړو د درويشتو لويو سياليو لپاره په دوه سوه او يوويشتو کوچنيو سياليو کې ګډون وکړ . د دغې دورې په سپورتي لوبو کې د څلورو سوو مترو واټن د ځغاستی لوبې او په اوبو کې د باليت نڅا سيالی په ګډون ديارلس سيالۍ زياتې شوې . د شوروی اتحاد په ګډون د ختيځی اروپا يو شمير هېوادونو د دغې دورې په سپورتي لوبو کې ګډون ونه کړ ، خو چين د لومړی ځل لپاره د اولپميک په سپورتي لوبو کې برخه واخيسته . په هغه وخت کې چين يو لوی پلاوی لوس انجلس ته وليږه چې دوه سوه او پنځه ويشت تنه په کې وو او په شپاړسو لويو لوبو کې يی ګډون وکړ . د چين پلاوی په برياليتوب سره د مډالونو په ليست کې څلورم ځای ونيو . د يو ډول باز د بڼې له مخې چې سام نومېده د لوبو د نيکمرغه حيوان په توګه وټاکل شو .

په سوداګريزه توګه د اولمپيک سپورتي لوبې تر سره شوې .

د امريکا د کاليفورنيا ايالت چې لوس انجلس پکې پروت دی د دغې دورې له تر سره کولو مخکې يو قانون جوړ کړ چې د عام صندوق په واسطه د اولمپيک سپورتي لوبې نه شی تر سره کولای . نو د امريکا سوداګر وليروس د دغې دورې د اولمپيک سپورتي لوبو د تنظيمی دنده پر خپله غاړه واخيسته چې د سوداګری او

شرکت په توګه د اولمپيک سپورتي لوبې تر سره شی . بالاخره د دغې دورې د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره يوازی پنځه سوه مليونه امريکايی ډالر لګول شول او دوه سوه مليونه امريکايی ډالره ګټې يی واخيستې . له دې وروسته د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې د ښاغلي وليروس د خدمتونو له امله نوموړي ته د اولمپيک سرو زرو ښان ورکړ .

د امريکا غوره لوبغاړی کارل ليويس

د کارل ليويس پلار او مور د اتلتيک يو کلب درلود او ليويس له ماشومتوب څخه په دغه کلب کې روزنه تر لاسه کړی ده . د دغې دورې په سپورتي لوبو کې هغه د سلو او دوه سوه مترو واټن ځغاستی سياليو او د ليری ټوپ په سياليو کې د سرو زرو دری مډالونه تر لاسه کړل او له دې وروسته يی له همکارانو سره يو ځای د ريلی په توګه د څلور سوه مترو په واټن د څلور ځله ځغاستی په سياليو کې د اوه ديرشو ثانيو او دری اتيا وخت کې نړيوال ريکارډ مات کړ . نو د دغی دوری له سپورتي لوبو نه د ليويس په نامه د لنډ واټن د ځغاستې موده رامنځته شوه .

د مراکش لوبغاړی اويتا

د مراکش د ځغاستی لوبغاړی اويتا د دغې دورې د سپورتي لوبو د پنځه زره مترو واټن په ځغاستی لوبو کې په د ديارلسو دقيقو پنځه ثانيو او نهه پنځوس وخت نړيوال ريکارد مات کړ . د دغه خبر له اوريدولو وروسته د مراکش پاچا ډېر خوشحاله شو ، نو هغه د مراکش د دار البضا په ښار کې د اويتا لپاره يو ډېر لوی

کور جوړ کړ او د اويتا په نوم يی يو اورګاډی هم ونوماوه .