<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-15 17:21:11    
د بيجينګ ښاريان د ديجتالي تکنولوژۍ څخه ګټه اخلي

cri

د تيلفون په وسيله ډول ډول لګښتونه ورکول کيږي ، د موبايل تيلفون له لاري په کور کې الکترونيکي سامانونه او ترافيکي څراغونه په اوتوماتيک ډول کنترول کيږي او داسي نور .

ښاريان له داسي ستونزو او تکليفونو سره مخامخ شوي وو چې د تيلفون ، اوبو ، بريښنا او نورو لګښتونو د ورکولو لپاره په بانک کې زيات وخت تيريده .که په يو بانک کې کمپيوترې سيستم خراب وی ، بل بانک ته به لاړ شي . خو اوس د بيجينګ ښاريان يوازي د نهه شپږ يو نهه نهه لمبر په دايل کولو سره د تيلفون لګښت ادا کولی شي چې پيسې يي له خپل بانکي کارت څخه کم شي . برسيره پردې د تير جولاي له مياشتې څخه د تيلفون ، موبايل تيلفون او کمپيوتري شبکې له لارې د لګښت او ماليې د ادا کولو لپاره درويشت ډولونه خدمتونه پيل شوي او د اتوماتيکي انتها دوه زره درې سوه خدمتي کمپيوتري ماشينونه د ښار په بيلا بيلو بانکونو ، ځنځيري مغازو ، اوسيدونکو سيمو او اداري ودانيو کې درول شويدي . دغه راز د يو بانک کارت په بيلا بيلو بانکونو کې کارول کيږی . د بيجينګ ښاروالې ميرمن څاو فون وويل اوس هيڅ تکليف نه لرم ، حتی په کور کې هم د ژوند لګښتونه ادا کولی شم . ژوند می ډير راحت دی او زيات وخت می سپميږي .

اته کاله دمخه د امريکا د ولسمشر پخواني مرستيال اربيرت ګوری د لومړي ځل لپاره د ديجتالې نړۍ مفهوم وړاندی کړ او د بيلابيلو هيوادونو د زيارونو له برکته ددې مفهوم سره سم د ښاري ابادۍ په بيلا بيلو چارو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شويدي لکه د بنسټيزو تاسيساتو ، اقتصاد ، کلتور ، ښوونې او امنيت په برخو کې

د معلوماتو د راغونډولو له لارې د ښار د سياسي ، سوداګريزو ، ترانسپورتي چارو او د ښاري أبادۍ ، ښاريانو ته د معلوماتي خدمتونو ، ښوونې ، روغتيا ، ټولنيز ضمانت ، اوسيدونکو سيمو او د چاپيريال د پلټنې او ادارې په ساحو کې مساعده زمينه او غوره خدمتونه برابريداي شي .اوس د چين په څلويښتو ښارونو کې د ديجتالي تکنولوژۍ په وسيله د ښاري ابادۍ پلانونه طرح شوي دي ، شک نشته چې د بيجينګ ښار اداری پلان د ډيرې پاملرنې وړ ګرزيدلی دی .

د بيجينګ ښاروالي خپل انترنيټ پرانستلی دی چې دا د ديجتالي تکنولوژۍ له لارې د ښاري ابادی يوه نښه ده . حکومت کولی شی چې د خپل انترنيټ له لارې اداري معلومات خپاره کړي . د انترنيټ نه پرته د بيجينګ ښاروالي د بيړنې مرستې لارښوونکي سيستم او مرکز هم جوړ کړی چې د ناببرو پيښو د حل سرعت لوړ کړي .

د بيجينګ پوهنتون د ښاري پرمختګ او معلوماتي څيړنې مرکز مشر فروفيسر کويون ګوان دا نظر لری چې له معلوماتو څخه په ګډې ګټه اخيستنې په ښاري اداره کې د ديجتالي تکنولوژۍ د کارولو زړی او بنسټ دی . هغه وويل د ديجتالي تکنولوژۍ کارونه دا معنی لری چې په بشپړه توګه د ښار معلومات پخپل کوي او د ټاکلي پلان سره سم ښه پرمختګ وکړی شي . د بيلګې په توګه روغتون د ښاريانو په هکله لومړنيو معلوماتو ته اړتيا لری ، خو دغه معلومات د پوليسي ادارې لخوا تر کنترول لاندي دي . که اړوند معلومات يو بلې څانګې ته برابريداي شي ، ټولنې ته به زياته ګټه ورسوی .

څلور کاله دمخه د بيجينګ په أبادو او سمسورو ځايونو کې د معلوماتو برابرولو په هکله شلګونه کوچني خونې درول شوي وو چې نه يوازي ډول ډول معلومات يي

برابرول ، بلکې د هغو له لارې د فلم ټکټ او د تيلفون کارت هم اخيستی شي . د تير می په مياشت کې په عمومي بسونو او ميترو کې هم ترانسپورتي کارت کارول شويدی .

يوويشتمې پيړۍ ته د رارسيدو سره سم معلوماتي کيدل د ښاري اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د چټکتيا لامل دی .ښاغلي کو وويل د ښاري ابادۍ په چارو کې د ديجټالي تکنولوژۍ کارولو پلان د اقتصادي او ټولنيز دوام لرونکي پرمختګ د چټکتيا لپاره ډير ګټور دی . د نورو پرمختيايي هيوادونو په پرتله زمونږ د پرمختګ ګامونه چټک دي او غوره پړاو ته رسيدلي دي . د اوسنيو تجهيزاتو او تکنولوژۍ له پلوه به زمونږ د هيواد د ښاري أبادۍ په چارو کې د معلوماتي کيدو بهير نور هم چټک شي .