<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-15 17:31:43    
د چين د يوه کوچني کلي او د ملګرو ملتو د دوو ژباړونکو ترمنځ اړيکې

cri

لږه موده مخکې د چين د منځني خوا د حه نان ولايت د دا چنګ په نوم په يو کلي کې ټولو کليوالو يا زړو او وړو د کلي د لارې په دواړو غاړو کې په نڅا کولو او د ډول په وهلو سره دوه تنه سپين ږيرو هرکلي وکړ چې دوي دواړه د ملګرو ملتو پخواني ژباړونکي وو او يو يي هوا جون سيونګ او بل يي ليو دا جنګ نوميږي چې ټاټوبي يي په جلا جلا توګه د چين په تايوان او هانګ کانګ کې دي ٠ اوس دوي د دا جنګ کلي افتخاري مشران دي ٠ نو پوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتو دغه دوه تنه سپين ږيري څنګه د چين له دغه عادي او کوچني کلي سره اړيکې ټينګې کړي دي ؟

زمونږ دغه کيسه له دي څخه پيل کيږي چې اوه ديرش کلن ښاغلي څاو ګو جونګ د دا چنګ په کلي کې لوي شوي ، هغه په ملګرو ملتو کې اته کاله کار کړي دي چې په دي ترڅ کې يي د ښاغليو هوا جون سونګ او ليو دا جنګ سره ژوره دوستي ټينګه کړي ده ٠ په هغه وخت کې ښاعلي څاو تل خپل سپما شوي پيسې کلي ته ليږلې او له دې لارې يي د خپل ټاټوبي د ودانولو له پاره مرستې کولې او ملاتړ يي ورڅخه کاوه او له دي امله نوموړي دوه تنه ژباړونکي هم ډير متاثر شوي وو٠ نو دوي هم تر خپلې وسي پوري ور سره زياتې مرستې کړي دي ٠ په دي هکله ښاغلي هو جون سيونګ وويل چې زه او ښاغلي ليو دا جنګ دواړه په بي وزلو کورنيو کې زيږيدلي يو ، نو د بي وزلي کلي له پاره څه خدمتونه تر سره کول زمونږ هيله ده ٠

د چين په حه نان ولايت کې د اقتصاد په هکله د داچنګ په نوم کلي د نورو کليو په پرتله ډير وروسته پاتي دي که څه هم په دي وروستيو دوو کالو کې يي څه پرمختګ کړي دي ، خو بي وزلي حالت يي لا هم په پوره توګه نه دي له منځه تللي ٠ نو په داسي حال کې نوموړو دوو سپين ږيرو د مشورې نه وروسته پريکړه وکړه چې دغه کلي ته شل زره ډالره تخصيص ورکړي او د دغه کلي د لارو او ښوونځې د اصلاح او ښه کولو له پاره ولګول شي ٠ د روان کال تر مارچ پوري په دي کلي کې د دواړو سپين ږيرو له خوا برابري شوي پيسې په جلا جلا توګه د کلي د ښوونځې له پاره د کمپوترونو د اخيستلو او د کلي د زړو لارو د رغولو او بيا جوړولو له پاره لګول شوي دي ٠ د دغه کلي بزګر ښاغلي ځو څان جيالنګ وويل زه ډيره خوشحاله او ډير متاثر يم ځکه پخوا مي دا شان کار هيڅ نه دي ليدلي ، زمونږ کلي ډير بي وزلي دي ، دغو دوو سپين ږيرو د پيسو په راغونډولو سره مونږ ته مرستې برابرې کړي ، هغه خوپس مي چې په زړه کې ده، په ژبه يي نه شم څرګندولي ٠

په دغه کلي کې ټول کليوال د نوموړو دوو سپين ږيرو د مرستو له امله ډير متاثر شوي ٠ د کليوالو په يوه لويه غونډه کې د کلي مشر او ټولو کليوالو په اتفاق سره موافقه وکړه چې دغه دواړه سپين ږيري د کلي د افتخاري مشرانو په توګه وټاکي ٠ د کليوالو د تودو احساساتو څخه په ډکه غوښتنه دواړو سپين ږيرو دغه افتخاري دنده ومنله ٠ سپين ږيري ليو دا جينګ وويل چې مونږ هم هيله لرو چې له کليوالو سره د مستقيمې اړيکې د ټينګولو فرصت تر لاسه کړو ٠ له دي لارې به مونږ پوه شوو چې د دوي څه شي په کار دي او کومې ستونزې لري او مونږ د دوي د اړتيا سره سم ور ته مرستې ور کولي شو ٠که څه هم دواړو سپين ږيرو پخوا د اوږدې مودې له پاره په امريکا کې ژوند کړې او د ژوندانه شرائط يي ډير ښه دي ، خو دواړه زاړه کسان غواړي چې په دغه بي وزلي کلي کې ژوند وکړي ٠ دوي وويل چې په دي کلي کې دوي دا احساس لري چې لکه په خپل ټاټوبي کې ژوند کوي ، نو د زړه له خلاصه غواړي چې له کليوالو سره يو ځاي ساده ډوډۍ وخوري ، د کورني خبرې وکړې او د کليو د راتلونکي پرمختيا په باب سره مشوره وکړي ٠ دوي د دا چينګ کلي د راتلونکي په هکله هم ټينګ باور لري ٠ ښاغلي ليو دا جينګ وويل چې زمونږ خدمتونه لږ دي او يوازي تازه پيل شوي ، خو مونږ هيله لرو چې د اوږد وخت له پاره د دغه کلي د پرمختګ په بهير کې برخه واخلو٠