<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-15 19:05:46    
د جنوب ختيځی أسيا د هيوادونو ټولنې له غړو څخه زيات شمير زده کوونکی د چين د يو نان ولايت په ښوونځيو کې زده کړه کوي

cri

له لاوس څخه راغلی زده کوونکې فينی چې نولس کالنه ده ، اوس د يون نان ولايت د شی شوانګ بان نا د دای قوم د خپلواک لويې ولسوالۍ د تخصصی تخنيک په پوهنځی کې د چينی ژبه په زده کړه بوخته ده . هغه وويل يون نان ولايت له لاوس څخه نژدی دی ، د دغه ولايت په ښوونځيو کې د ښوونی کيفيت لوړ دی او د زده کړی لګښت يې ټيټ دی ، نو د لاوس زيات شمير زده کوونکی غوښتنه کوي چې د يون نان ولايت ته راشي . د هغې نيکه او انا د چين په هکله مفصل معلومات لری او دې ته ويلي چې ته بايد د چينې تکړه او عنعنوی کلتور د زده کړې په موخه دغه هيواد ته ځې .

له وروستيو کلونو راهيسی د يون نان ولايت په ښوونځيو کې د ښوونې په اړه د شرايطو د ښه والی او د ښوونی د کيفيت د لوړتيا له امله د جنوب ختيځې أسيا د هيوادونو ټولنی له غړو څخه زيات شمير زده کوونکی غواړی چې دغه ځای ته ولاړ شي . د يون نان ولايت د ښوونی څانګی په اړه له بهرنيو هيوادونو سره د همکارۍ او تګ راتګ اداری مرستيال دا معلومات ورکړل چې د ښوونی او تعليم په برخه کې له بهرنيو هيوادونو سره د تګ راتګ له لاری دغه ولايت او د جنوب ختيځی أسيا د هيوادونو د ټولنی په غړيو کې د ښوونی څانګو ، ښوونځيو او له ملکی ډلو سره پراخه اړيکی ټينګی کړی دی .

د يون نان ولايت د ٥٢ عادی پوهنتونونو او پوهنځو څخه په دېرشو ښوونځيو کې د نوموړی ټولنی د غړيو زده کوونکی زده کړه کوي او په دغو ښوونځيو کې د څه دپاسه

٤٥ تنو بهرنيو زده کوونکو په سلو کې شپته برخه د دغې ټولنې له غړيو هيوادونو څخه راغلي . د بيلګی په توګه د يون نان ولايت د ښوونکو د روزنې پوهنتون د تيری پيړۍ په ٩مه لسيزه کې د جنوب ختيځی أسيا د هيوادونو د ټولنی د غړي زده کوونکی راغونډ کړی او تر اوسه پوری له دغو هيوادونو څخه يو زر او پنځه سوه زده کوونکی په دې پوهنتون کې زده کړه کوي .

د ښوونی په برخه کې د چين د يون نان ولايت له نوموړی ټولنی سره د همکارۍ په بهر کې نه يوازی له دغو غړو هيوادونو څخه زيات شمير زده کوونکی منی ، بلکې د دغه ولايت ښوونځي هم په فعاله توګه د نوموړو هيوادونو و ښوونې په چارو کې ګډون کوي . د يون نان ولايت پوهنتون د ميانمر په هيواد کې د چينی ژبی لوست لپاره تحصصی ټولګی جوړی کړی . د ټايلنډ ، ويتنام او ماليزيا په هيوادونو کې د يون نان ولايت د ښوونکو د روزنی پوهنځی د چينی ژبی لوست په هکله پنځه مرکزونه جوړ کړي چې د زده کوونکيو شمير يی له زرو څخه اوړی .

د يون نان ولايت پوهنتونونه او پوهنځی د جنوب ختيځی هيوادونو ټولنی له غړو هيوادونو څخه راغلی زده کوونکو ته ستره پاملرنه کوي چې دا هم يو نان ولايت ته د دغو هيوادونو د زده کوونکو د راتګ يو لامل دی . په ځينو ښوونځيو کې له ټاټوبو څخه د ليری والي له امله و بهرنيو زده کوونکو د احساساتو د ښه والی په موخه د دوی لپاره په ځانګړی توګه د روحياتو د روزنی ټولګی جوړشوی . په ښوونځيو کې هم د دوی لپاره هنری او سپورتی فعاليتونه تر سره کيږي او بی وزلو زده کوونکو ته د زده کړی لګښت د ټيټولو يا لغوه کولو تدبيرونه غوره کيږي ، د ښوونځيو په خوړنځاي کې هم د بهرنيو زده کوونکو د خوښی سره سم خوراکونه پخيږی . د لاوس يو زده کوونکی وويل د دوی لپاره د ښوونځيو له خوا هره ښوونه به د ده په زړه کې د ژورې خاطرې په توګه پاتی شي او په چين کې به خپل ژوند هير نه کړي .