د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګريزو چارو د وزير مرستيال او مطبوعاتی وياند چوانګ چوان د نومبر په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت دری مليارډ او اوه سوه او پنځوس مليونه امريکايی ډالرو ته رسيدلی او په دې توګه چين د پاکستان دريم لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی. نوموړي وويل چې په وروستيو ورځو کې د چين او پاکستان ترمنځ د ازادې سوداګرۍ سيمې د جوړولو په هکله د پنځم پړاو خبرې اترې پای ته ورسيدې. په دغو خبرو اترو کې دواړه خواوې بازارونو ته د ننوتلو او د ازادې سوداګرۍ په هکله موافقې ته رسيدلی او دغه راز يو اړوند تړون به په نژدی راتلونکی کې لاسليک شی، چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادی او سوداګريزې اړيکې چټک پرمختګ وکړی.
|