د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، هند او پاکستان د نومبر په پنځلسمه نېټه د ترهګرۍ پر ضد د يوې ګډې کړنلارې د جوړولو په اړه موافقې ته ورسيدل.
د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر رياض محمد خان چې د هند په نوی ډيلی کی د هند او پاکستان د بهرنيو چارو د سکرترانو په خبرو اترو کی ګډون کوي، په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې د دواړو خواوو دری چارواکی به په دغه کړنلاره کی ګډون وکړي .
محمد خان وويل دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ترهګرو بريدونو په اړه معلومات سره تبادله کړي او دواړو هېوادونو په بنسټيزه توګه د ذروی بحران د کښتېدو تړون لاسليک کړ.