<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-16 11:42:02    
د هند او پاکستان د بهرنيو چارو د سکرترانو په خبرو اترو کښی مثبت پرمختګ شوی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هند او پاکستان د بهرنيو چارو د سکرترانو ترمنځ دوه ورځنی خبرې اترې د نومبر په پنځلسمه نېټه په نوی ډيلی کښی پای ته ورسيدې٠ د عامه افکارو په أند دغو خبرواترو مثبت پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونود هراړخيز ديالوګ بهير ته يې ښه راتلونکی پرانيستی دی٠

د هند د بهرنيو چارو سکرتر شيوشانکار مينون او د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر رياض محمد خان د خبرو اترو له پای ته رسيدو وروسته د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل : هند او پاکستان له دی سره موافقه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد يو دری کسيزه ګډه کميټه جوړه کړی او د دغې کميټې دنده له ترهګرۍ سره د مبارزې پر تدبيرونو باندی بحث کول او په منظمه توګه او پر وخت د اړوندو استخباراتو تبادله کول دی ٠ په دغه اعلاميه کښی د پوځی امنيت د ساحې په هکله ويل شوې : دواړو خواوو د ذروی وسلو د ناوړه پيښو او خطر د کمولو په هکله د تړون يوه مسوده لاسليکه کړې او موافقه يې کړې چې ژر تر ژره يو رسمی تړون لاسليک کړی٠ د کشمير مسئلې په برخه کښی دواړو خواوو ٌ د ګډو نظرونو د راکتلو او د اختلافاتو کمولو ٌ په اړه د اصولو له مخی د نظرياتو تبادله وکړه او موافقه يی وکړه چې تر وسی پوری د کشمير د کنترول کرښې د دواړو خواوو ترمنځ تګ رتګ او همکارۍ پياوړی کړی او ژر تر ژره د باروړونکو موټرونو

په وسيله د موادو د وړلو راوړلو خدمتونو ته پرانيزی ٠ برسيره پردی دواړو خواوو له دی سره هم موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ پياوړتيا ته دوام ورکړی او د متقابلو ګټو پر بنسټ اقتصادی او سوداګريزې همکارۍ پرمخبوزی ٠

د خبرواترو له پای ته رسيدو وروسته د هند د بهرنيو چارو سکرتر شيوشانکار مينون خبريالانو ته وويل: د ده هېواد پاکستان ته په هند کښی د پيښه شويو ترهګرو بريدونو يو شمير دلايل وړاندی کړيدی٠ هغه هيله څرګنده کړه چې د ترهګرۍ پر ضد ګډ ميکانيزم د هغو ترهګرو بريدونو د مسئلې د حل لپاره چې ترهګران يې له سرحداتو څخه په تيريدو ترسره کوی، يوه لاره برابره کړی٠ د کشمير مسئلې د يادونې په وخت کښی ښاغلی شيوشانکار مينون وويل: که د کشمير سيمې امنيتی حالات ښه شی او د زورزياتۍ فعاليتونه کم شی، هند به دا مسئله په نظر کښی ونيسی چې په هندی کشمير کښی خپل پوځيان کم کړی٠ د پاکستان د بهرنيو چارو سکرتر رياض محمد خان له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کښی وويل : پاکستان به په جدی توګه هغه اسناد ولولی چې د هند لخوا وړاندی شويدي٠ هغه زياته کړه چې د هند او پاکستان دواړو هېوادونو د بندو شويو تندلارو سازمانونو ترمنځ اړيکی موجودې دی، خو پاکستان هم له ترهګرۍ نه زيانمن شوی دی او تل له بېلا بېلو ترهګرو فعاليتونو سره مبارزه کوی٠ هغه پر دی ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه بايد د سوله ايز بهير له لاری ټولې خپل منځی مهمې پيښې حل کړی ، د کشمير د مسئلې په اړه دی زړې مفکورې ماتې کړی ، نرم دريځ دی غوره کړی او له ښه فرصت څخه په استفادې سره دی دغه مسئله حل کړی٠ رياض محمد خان دا وړانديز هم وکړ چې د کشمير غيرپوځی کول د متقابل ډاډ د رامنځ ته کولو په موحه د تدبيرونو د يوې برخې په توګه وبلل شی٠

د عامه افکارو په أند دا چې د هند او پاکستان ترمنځ په نوموړو خبرواترو کښی د ترهګرۍ پر ضد د مسئلې په اړه يو څه پرمختګ ترلاسه شوی، يو ډير لوی زيری دی٠ دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پر پيچليتوب او تاوانونو باندی ښه پوه شوی ، نو په اسانه توګه يې پر يو بل باندی نيوکه نه کوی او يو بل يې نه ردوی، بلکه لا واقعی او هوښياره رويه يې غوره کړې او د همکارۍ پر لاره يې ګامونه پورته کړيدی٠ دا به د اوږدې مودې لپاره د هند او پاکستان پر سوله ايز بهير باندی اغيزه وکړی٠ برسيره پر دی ، د ترهګرۍ پر ضد د يو ګډ ميکانيزم له جوړيدو څخه د ستونزو او خڼدونو د ليری کولو او د خپل منځی هراړخيز سوله ايز بهير د پرمخبيولو په هکله د هند او پاکستان ټينګه اراده څرګنده شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل اعتبار لوړيدل هم ښکاره شويدی٠

خو عامه افکار دې ته هم متوجه دی چې که څه هم د هند او پاکستان د بهرنيو چارو د سکرترانو ترمنځ په وروستيو خبرو اترو کښی زيات برياليتوبونه ترلاسه شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ډير حساسه مسئله يعنی د کشمير په مسئله او د سياچن طبيعی يخچال په مسئله کښی نوی پرمختګ ندی ترلاسه شوی ٠ له دې څخه څرګنديږی چې د هند او پاکستان ترمنځ د سولې لاره لا هم ډيره اوږده ده او دواړه خواوې لا هم بايد د دې لپاره زيات کوششونه وکړی٠