<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-16 21:19:29    
د ان هوی ولايت د فونګ يانګ ولسوالی په هکله څه معلومات

cri

چين ته د سفر په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين په منځنۍ برخه کې د ان هوی ولايت د فونګ يانګ ولسوالی په هکله څه معلومات وړاندې کړم !

د فونګ يانګ ولسوالی له يادونې سره سم چينايان د مينګ د امپراطورۍ لړۍ جوړونکی امپراطور جو يوان جانګ راياد وی چې شپږ سوه کله مخکې دلته زيږيدلی و . د مينګ د امپراطورۍ لړۍ د جوړولو په پيل کې امپراطور جو يوان جانګ سل ميلونه کارګران راغونډ کړل او د شپږو کلونو په اوزدو کې يې د فونګ يانګ په ولسوالی کې د جونګ دو چنګ په نامه مرکزی ماڼۍ جوړه کړه . خو د دغې ماڼۍ د بشپړولو په وخت کې امپراطور جو يوان جانګ د دغې پروژی له سر ته رسولو څخه لاس واخيست . نو اوس موږ ګورو چې دغه ماڼۍ د تاريخی اثارو په توګه ساتل شوی او ځينی اړوند پوهان دغې ماڼی ته د بيجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ د جوړښت د بيلګې په ډول ګوری . ميرمن لی يو ژو چې په دغه ځای کې يې د ډيرو کلونو لپاره ژوند کړی ، خبريال ته وويل په ماڼۍ کې ټول واټونه له شنو ګاڼو څخه جوړ شوی دی . پر جنوبی دروازی باندی د ښامار او فينيکس د بڼو رسمونه کښل شوي چې ډير ښکلی دی .

د جونګ دو چنګ په نامه مرکزی ماڼی په بهرنۍ ، منځنۍ او کورنۍ برخو ويشل کيږي چې په جلا جلا توګه د جونګ دو چنګ ، امپراطورۍ ماڼۍ او کورنۍ يعنی د

ځه جين په نامه ياديږي . د دغې ماڼې عمومی اندازه او شتمنی په زياتو برخو کې د بيجينګ له امپراطوري ماڼۍ څخه اوړی . د ماڼۍ ساختمانی شکل د عنعنوی دود له مخې هم د يوی نوی ټکی په توګه جوړی شوی چې د چين په لرغونې زمانه کې د هيواد د پلازمينی د ماڼی جوړونې د پرمختګ په بهير کې مهم ځای نيسي . د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د مينګ د امپراطوری لړۍ څيړونکی ښاغلي شيا يو ژون په دې اړه داسی معلومات ورکړل چې د فنګ يانګ په ولسوالۍ کې د نامتو دود رامنځته کول هم له دې ماڼی سره نژدی اړيکی درلودې . هغه وويل د مينګ د امپراطوری په لړۍ کې امپراطور جو يون جانګ د هيواد په پلازمينه کې د نفوسو د زياتوالی لپاره د ملي لږکيو په شمول د هيواد له شمال او جنوب څخه شپږ لکه وګړي پلازمينې ته راوغوښتل . په چينی تاريخ کې د وګړيو د کډې کولو دغه فعاليت تر ټولو لوی او د کډوالو شمير يی ډېر زيات و . خو په داسی حإل کې چې د پلازمينې أبادی وځنډيدله ، د جو يوان جانګ له مړينې وروسته فونګ يانګ چې پخوا يوه غريبه ولسوالی وه ، لا نوره هم غريبه او بی وزلی شوه او په پايله کې داسي يو غمجن حالت رامنځته شو چې زيات شمير وګړيو خپل کورونه پريښودل او د ګدايي لپاره يې بهر ته په تګ پيل وکړ . د کارپوهانو په اند د فونګ يانګ اوپرا په همدی وخت کې رامنځته شوې وه .

ښاغلي شيا يو ژون وويل د فونګ يانګ اوپرا په لومړيو وختونو کې د کډوالو وګړيو لخوا اختراع شوې چې خپلو ټاټوبيو ته د ستنيدو پر لار يې په کيڼ لاس يو وړوکی ډول او په ښی لاس يي دوه اوږدې بانکسي لښتۍ نيولې او د ډول وهلو ترڅنګ يي د فونګ يانګ ولسي سندرې ويلې او نڅاګانې يي کولې ، لنډه دا چې هم

يي ننداره وړاندې کوله او هم يي ګدايي کوله .

په فونګ يانګ کې سيلانيان د يادګار په توګه د فونګ يانګ ډول اخلي او د پخواني پلازمينې د ډولونو په برج کې ساتل شوي ډول ډول ډولونه او طبلونه له نژدي ګوري . د سيلانۍ لارښوونکې شي لان وويل د ډولونو او طبلونو په برج کې يوولس لوي ډولونه ساتل شوي چې تر ټولو لوی ډول يي دوه متره او نور يوولس ډولونه يي يو نيم متر قطر لری . زمونږ په المارۍ کې يو ډير وړوکی ډول هم شته چې قطر يي يوازی دوه سانتي متره دی .

د فونګ يانګ ولسوال ښاغلي فان دي جيون وويل چې زمونږ په ولسوالۍ کې ډير مشهور لرغوني او طبيعي ځايونه شته . د يادونې وړ خبره دا ده چې د شياو ګان کلی په ټول هيواد کې ډير مشهور دی ځکه چې دغه کلی د هيواد د اصلاح او ورخلاصون تګلارې د پلی کيدو سرچينه ګڼل کيږي .