د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، پاکستان د نومبر په شپاړسمه نېټه د هاتف وی غوری ډول د منځنی واټن د يو بالستيک توغندی په بريالۍ توګه وتوغاوه.
د پاکستان د پوځ وياند بريد جنرال شوکت سلطان په همدې ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې د پاکستان د ستراتيژيک لارښوونکی ځواک لخوا دغه ازموينه تر سره شوه. هغه وويل پاکستان له دغې ازموينې مخکی هند ته هم خبر ور کړی وو. دغه توغندی اټومی سروکې له ځان سره وړلی شی او د توغولو موثر واټن يی يو زر او دری سوه کيلو ميترو ته رسيږی.