<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-17 18:22:33    
ﻻنګ پينګ

cri

ﻻنګ پينګ د چين د ښځو د واليبال ممتازه لوبغاړې وه او د ١٩٦٠ کال د دسمبر په لسمه نيټه د چين د تيان جين په ښار کې وزيږيده او په ١٩٧٣ کال کې يې د چين په پايتخت کې د بيجنګ د کارګرو په جمنازيوم کې د کوچنيانو د سپورتي ښوونځي د واليبال په ټولګي کې روزنه ترسره کړه ، ورپسي په ١٩٧٦ کال کې د بيجنګ په غيرمسلکي سپورتي ښوونځي کي شامله شوه او په همدې کال کې د بيجنګ ښار د ښځو د واليبال ټيم ته وسپارله شوه ، په ١٩٧٨ کال کې ﻻنګ پينګ د چين د ښځو د واليبال د دولتي ټيم د يوې غړي په توګه د اسيا د اتمې سپورتي لوبې د ښځو د واليبال په سيالۍ کې نقره يي مدال ترلاسه کړ او په ١٩٧٩ کال کې يې د اسيا د ښځو د واليبال په دوهم تورنمنت کې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ ٠ ورپسې په ١٩٨١ کال کې ﻻنګ پينګ د چين د ښځو د والبال د دولتي ټيم سره المان ته ولاړه اود بوليمې د والبال په بينالمللي تورنمنت کې د چين ټيم د قهرمانی لقب ﻻسته راوړ، ﻻنګ پينګ په دې تورنمنت کې د ممتازې شوټرې په توګه انتخابه شوه ٠ په همدې کال کې د نړيوال کپ د ګټلو دپاره د ښځو د واليبال په دريمه لوبه کې ﻻنګ پينګ بيا د ممتازې لوبغاړې په توګه وټاکله شوه ٠ په ١٩٨٤ کال کې د اولمپيک په ٢٣ سپورتي لوبه کې د چين د ټيم د ښځو د واليبال په سيالۍ کې طلايي مدال ترلاسه کړ ، له دې نه وروسته ورزشکارې ﻻنګ پينګ د چين د ټيم سره په زياتو بينالمللي او سيمه ايزو سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او د ممتازې لوبغاړې اقب يې ترلاسه کړ٠

په ١٩٨٥ کال کې ﻻنګ پينګ د چين د سځو د واليبال د دولتي ټيم څخه ووتله او د چين د بيجنګ د دارالمعلمين د خارجي ژبو په فاکولته کې يې انګليسي ژبه زده کړه

په ١٩٨٧ کال کې لوبغاړې ﻻنګ پينګ د لوړو تحصيلاتو د سرته رسولو دپاره امريکې ته ورغله او د نوي مکسيکو په پوهنتون کې يې د سپورتي ادارې په باب زده کړه وکړه او د ماستري علمي درجه يې ترلاسه کړه ٠ ددې نه وروسته ﻻنګ پينګ په خارجي هيواد کې کاروکړ ٠ په ١٩٨٩ کال کې د ﻻنګ پينګ تر مشرۍ ﻻندې د ايتاليې د مودينا د سپورتي کلب د ښځو د واليبال ټيم د ايتاليې د کپ د ګټلو په لوبه کې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړی دی ، په ١٩٩٠ کال کې ﻻنګ پينګ چين ته بيرته راغله او د هغې تر مشرۍ ﻻندې دچين د ښځو د واليبال دولتي ټيم د ښځو د واليبال په يولسم چامپينشيپ کې دوهم مقام ونيو ٠ په ١٩٩٥ کال کې ﻻنګ پينګ د چين د ښځو د واليبال د دولتي ټيم د روزونکي په توګه دنده په غاړه واخيستله ، په همدې کال کې د چين د ښځو د والبال دولتي ټيم د نړيوال کپ د ګټلو دپاره د ښځو د واليبال په لوبه کې دريم لمبر وګاټه او په ١٩٩٧ کال کې يې د اسيا د ښځو د واليبال په نهم تورنمنت کې د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ او د ١٩٩٨ کال په نوامبر کې يې د ښځو د واليبال په ديارلسم په چامپينشيپ کې دوهم مقام ونيو او د همدې کال په دسمبر کې يې د اسيا په ديارلسمه سپورتي لوبه د چين ټيم قهرمانه شو٠ د ١٩٩٩ کال په فبروري کې ﻻنګ پينګ د چين د ښځو د والبال د دولتي تيم د اصلي روزونکې د دندې څخه استعفا وکړه او ايتاليې ته وﻻړه او د ايتاليې د مودينا د ښځو د والبال د ټيم د روزونکي په حيث دنده په غاړه واخيستله ٠په ٢٠٠٠ کال کې نوموړي ټيم د ﻻنګ پينګ تر مشرۍ ﻻندې د ايتاليې د ښځو د واليبال په ګډه لوبه کې د قهرمانۍ لقب ﻻسته راوړ، ورپسي په ٢٠٠١ کال کې نوموړي ټيم د اروپا د ښځو د واليبال د قهرمانۍ له ګډه لوبه کې لومړي مقام ونيو، ددې نه وروسته په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کال

کې د ايتاليې په يو لړ سپورتي لوبو کې نوموړي ټيم د قهرمانۍ لقب او په ٢٠٠٤ کال کې يې د ايتاليې د ښځو د والبال په ګډه لوبه کې لومړي لمبر هم ﻻسته راوړي دي ٠

ﻻنګ پينګ د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د نړۍ د ښځو د واليبال د درو تنو ممتازو اصلي شوټرانو څخه وه ٠

ﻻنګ پينګ به ژر د امريکې د واليبال د ټولنې سره د څلورو کالو دپاره يو رسمي قرارداد ﻻسليک کړي او ددې قرارداد سره سم به ﻻنګ پينګ د امريکې د ښځو د واليبال د ټيم د اصلي روزونکي په توګه دنده ترسره کړي او وروستني مرام به يې په ٢٠٠٨ کال کې د بيجنګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين د ښځو د واليبال د ټيم سره د قهرمانۍ د لقب ګټل وي ٠