تاتار قوم يو داسی قوم دی چې نفوس يې يوازی شپږ زره تنو ته رسيږی او د شينګ جيانګ په بېلا بېلو سيمو کې ژوند کوی.که څه هم د دغه قوم نفوس ډېر کم دی، خو دا چې خلک يې ښوونې ته ،په تېره بيا کورنی ښوونې ته په درنه سترګه ګوری، نو د دغه قوم ژبې او کلتور ځانګړتياوې تل ساتل شوی دی.زمونږ خبريال په عؤلجا ښار کې د تاتار قوم له يو سپين ږيری عليار سره مرکه وکړه
----اواز ١---سپين ږيری عليار چې سږ کال دوه اوياوم کلن دی او کور يي د عؤلجا ښار په شمال کې پروت دی ، د تاتار قوم د کورنی ښوونې د يادونې په وخت کې خبريال ته وويل ----اواز ٢---
که څه هم تر اوسه پوری په عولجا کې داسي مکتب نشته چې ښوونکي په تاتاري ژبه پکې لوست ورکړی ، خو د کورنی ښوونې له امله يې خپله قومی ژبه او کلتور ښه ساتل شوی دی. د بېلګې په توګه دری يا څلور کلن ماشوم خپله قومی ژبه ښه ويلی شي . ده زياته کړه ژبه د يو قوم ډېره مهمه نښه ده. هر قوم بايد د خپلې ژبې د ساتنې او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
د عليار لور عليفيرا چې ويغوري ، روسي ، انګليسي او چيني ژبې يې ښې زده ده او د شينګجيانګ پوهنتون د سيلانۍ په ښوونځی کې يوه زده کوونکي ده ، خبريال ته وويل .
---اواز٣---زمونږ ګاونډيان ټول ويغوريان دي او په تاتاری ژبه نه پوهېږي. پخوا
مې په کور کې له پلار او مور سره په تاتاری ژبه خبرې کولې ، که مې په ويغوری ژبه ورسره خبرې کولې ، نو ځواب به يي را نه کاوو.
عليار خبريال ته وويل تاتاران د خپلو ماشومانو ښوونې ته ډير اهميت ورکوي . يوه اصطلاح ده چې وايي په هر هغه ځاي کې چې تاتاران اوسيږي ، ښوونځی به حتمأ وی . لنډه دا ده چې د تاتار قوم هلک او نجلۍ د ښوونې د حاصلولو په اړه مساوی حق لري.
د خپلې ژبې د ساتنې لپاره د تاتار قوم هڅې نه يوازی ستر برياليتوب بلکې د نړيوالې ټولنې ستاينې هم تر لاسه کړی دی. د دوه زره دريم کال په فبروری کې د روسيې د تاتارستان جمهوريت ولسمشر شعيميف له سپين ږيري عليار سره وکتل او د تاتاري ژبې او ځانګړي کلتور د ساتنې په هکله يې د شينګجيانګ د تاتاري قوم د وګړو د هڅو لوړه ستاينه يي وکړه او تاتاري زده کوونکو ته يي بلنه ورکړه چې د عالي زده کړو د بشپړولولپاره د تاتارستان جمهوريت ته لاړ شي .
---اواز ٣---
د سبان په نامه د تاتارانو دوديز جشن چې په تاتاري ژبه سبان د يوې کولو معنی لری ، د م م له خوا د مهم دوديز جشن په توګه وټاکل شو .دغه جشن د تاتارانو ځانګړی جشن او هېڅ مذهبی رنګ نه لري.پخوا دغه جشن د پسرلي په موسم او يا هم د مني په فصل کې لمانځل کيده ، خو اوس د جون دوه ويشتمه نېټه ددې جشن د لمانځلو ورځ وي . خلک د دغه جشن د لمانځنې لپاره د سيند يا جهيل په غاړه او يا په باغ کې راغونډيږي او په خوښۍ سره ولسي سندری وايي او نڅېږي. دوی هم د وروڼو قومونو استازيو ته په دغه جشن کې د ګډون بلنه ورکوي چې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ دوستی او يووالی ټينګ شي
سپين ږيري عليار وويل له هغه وروسته چې د سبان جشن د م م له خواد مهم دوديز جشن په توګه وټاکل شو، نو ورځ په ورځ يې اغيزې زياتيږي او بهرني سيلانيان راجلبوي . ده وويل
---اواز٤---د منځنی أسيا پنځو هېوادونو او د روسيې تاتارستان جمهوريت زمونږ د سبان جشن د ټاکلو خبر له اورېدلو وروسته ډيره خوشالی څرګنده کړې او د هغو بهرنيو کسانو شمېر کال په کال زياتيږی چې په دغه جشن کې د ګډون هيله لري.سږ کال د روسيې د تاتارستان جمهوريت دری تنو استازيو په دغه جشن کې ګډون وکړ. مونږ تاتارانو هم د خپل وطن د مقام او حيثيت د لوړوالی لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي دي.