<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-17 19:26:49    
ياسمين چين ته پر خپل سفر وياړي

cri

درنو اوريدونکو تاسو د چين له بين المللي راډيو څخه زموږ غږ اورۍ ،خوشحال تايب يم او د بهرنيان په چين کې د لړۍ يوه بله کړۍ تاسو ته وړاندې کوم،هيله ده چې ستاسو د خوښې او پام وړ وګرځي ،او د خپرونې تر پايه راسره مل پاتې شۍ، عزتمندو اوريدونکو لکه څنګه چې ددې برخې له نوم څخه څرګنديږي پدې برخه کې مو تل په چين کې له يو شمير بهرنيانو سره مرکې کړې او يا مو هم دچين په هکله د هغو د انګيرنې تاسې ته بيان کړي دي ،او کله خو مې د چين ښکليو ځايونو ته د خپلو سفرونو په هکله کيسې هم ستاسو سره شريکې کړيدي، پدې اونۍ کې مې د مصر له هيواد څخه راغلې يوه پيغلې سره مرکه کړې او تاسو به واورۍ چې نوموړې څه ويل لري او د چين په هکله ددې نظر او آند څه دی،نو راځۍ چې کيسه له پيله درته ووايم،يوه ورځ له راډيو څخه د کور په لور روان وم چې په لار کې مې يوه ښکلې پيغله وليدله،زما پام يې ځکه ځان ته ورجلب کړ چې دې له يوې چينايي ميرمنې سره خبرې کولې خو دوی دواړه د يو بل په خبره نه پوهيدل نو زه چې هماغه مهال ددوی له څنګه تيريدم نو دغې پيغلې په انګريزي ژبه راڅخه پوښتنه وکړه چې تاسو په چيني ژبه پوهيږی؟که څه هم زه لاتر اوسه دومره په چيني ژبه نه پوهيږم خو ومې کولای شول چې ددوي تر منځ د چا خبره مفاهمه او پوهاوی وکړم،وروسته نوموړې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره په عربي ژبه خبرې پيل کړې نو ځکه ما هم ورڅخه ځينې پوښتنې وکړې چې د کوم ځاي يې او دلته چين ته د څه لپاره راغلي ياست،په ډېرې مهربانۍ سره يې راته وويل چې موږ د مصر له هيواد څخه دلته د سيل لپاره راغلي يو،نو ژر مې ورته وويل چې زه په راډيو کې داسې يو پروګرام لرم ايا کولاي شم چې ستاسې سره يوه لنډه مرکه ولرم ، په ورين تندي يې راسره ومنله، نوم يې ياسمين احمد ابوزيد دي،ښکلې څيره ،غټې غټې سترګې،له خندا ډکه خوله،د پوستکي سپين رنګ او ميانه ونه ددې له ځانګړتياوو څخه دي،د خپلو خبرو په سر کې يې راته وويل چې پلار يې په بيجينګ دنده لري او دا ددوی لپاره هم ښه چانس دی چې کولای شي له دې لارې د چين له بيلابيلو ځايونو څخه ليدنه وکړي،

د ياسمين په وينا مخکې يې د چين په اړه لږ څه اوريدلي وو،خو هغه څه يې چې اوريدلي وو حقيقت يې نه درلود نوموړې پدې هکله وايي:

غږ ترک ٣٢

چين يو ډير ښه هيواد دی،مخکې موږ د چين په هکله بله مفکوره درلوده،موږ اوريدلي وو چې دا هيواد ډير بې وزلی او وروسته پاتې دی،اوکله مو چې غوښتل د خپل پلار د ليدلو لپاره دلته راشو نو چاته مو نه ويل او د چا خبره پرې شرميدلوچې ډير غريب هيواد ته روان يو،خو کله چې دلته راغلو نودلته هر څه بل شان وو،او دا مو يو ښکلی او ډير ښه هيواد وليد،چې لدې څخه زيات خوښ او خوشحاله يو،

ياسمين وايي چين يې ډير خوښ شوي او له خپل سفر څخه زياتې په زړه پورې خاطرې لري او کله چې مصر ته بيرته ولاړه شي نو خپلو دوستانو او ملګرو ته به لدې ځاي څخه د پام وړ کيسې له ځانه سره يوسي،

د ياسمين په وينا هغه څه چې د چين او مصر تر منځ پکې توپير موجود دی هغه خواړه دي،ځکه په چين کې د خوړو د ډولونو شمير ډير زيات او بيلابيل دي،خوبيا دوي تر ډيره حده يواځې له مصري خوراکونو سره بلد او آشنا دي دې وويل:

غږ ترک ٣٣

د چيني او مصري خوراکونو تر منځ بشپړ توپير موجود دي،ځکه موږ په مصر کې له بيلابيل ډولونو زياتو غوښو او وريجو څخه ګټه اخلو خو په چين کې دا هرڅه بل شان پخيږي او زموږ له پخلي سره توپير لري.

ماته دا پوښتنه را پيدا شوه ،چې دوي نه شي کولاي ،چيني خواړه وخوري يا يې هم هغه د چا خبره د خولې خوند ورسره برابر ندي نو دوي څه خوري او پدې برخه کې خپلې ستونزې څنګه حل کوي،ياسمين ددې پوښتنې ځواب داسې راکړ:

غږ ترک ٣٤

موږ په چين کې هر ډول مصري خوراکونه پيدا کولاي شو او زياتره وخت هغه په کور کې پخوو چې لدې امله موږ له کومې ځانګړې ستونزې سره مخامخ نه يو.

چينايان تل له بهرنيانو سره يو ډول تود چلند لري او که بهرنيان کومه ستونزه ولري نو تر خپله وسه ورسره مرستې کوي،او يوه بله خبره دا چې ډيره مينه او علاقه لري چې پدې پوه شي دا بهرنی د کوم هيواد اوسيدونکي دی،خو دلته يو ستونزه شته چې که تاسو د خپل هيواد نوم په انګليسي او يا خپله ژبه چينايانو ته وواياست نو دوي نه پرې پوهيږې ځکه په چيني ژبه کې د هر هيواد لپاره هم ځانګړي نوم شته،د بيلګې په ډول مصر ته په چيني ژبه آيجې وايي که تاسو هر څومره ورته وواياست چې مصر يا په انګريزي ژبه ايجبت ووايې نو دوي به تر ډيره پرې پوه نشي، له ياسمين څخه مې وپوښتل چې نوموړې څنګه چينايانو ته ويلي شي چې دا د مصر هيواد اوسيدونکې ده ؟ ياسمين وايي چې دې په چيني ژبه د مصر نوم زده کړی او که بيا هم کوم څوک ددوی په خبره پوه نشي نو په اشاره يې پوه کوي:

غږ ترک ٣٥

کله چې څوک زما په خبره پوه نشي نو زه خپل لاس د مثلث په ډول ورته ښيم،چې د مصر د اهرام په ډول دی نو دوی ژر پوهيږي او راته وايي چې د چينسيتا يعني د اهرام بڼه ده،نو پدې سره پوهيږي چې موږ د مصر اوسيدونکي يو.درنو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې ددې اونۍ پروګرام په همدې ځاي پاي ته رسيږي تر راتلونکې خپرونې پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم بريالي اوسۍ.