د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان پوليسو د نومبر په اوولسمه نيټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هيواد په ختيځ د لاهور به ښار او د شمال لويديځ د پيښور په ښار کې په همدې ورځ په جلا جلا توګه دوه بمی چاودنې وشوې چې له امله يی نولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
پوليسو وويل په لاس جوړ شوی يو بم په همدې ورځ د لاهور ښار يو جمنازيم ته نژدی وچاوديد چې له امله يی دوه تنه وژل او څوارلس تنه نور ټپيان شول . له دې مخکې د پيښور د جنوب د سرحدی سيمی په يو راستورانت کې هم يوه چاودنه وشوه چې له امله يی يو تنه وژل او دوه تنه پوليسان ټپيان شوي چې د يو تن ټپي حالت سخت ښودل شوی. له چاودنې وروسته پوليسو سمدلاسه دغه ځايونه کلا بند کړی او په تخقيقاتو يې پيل کړی.