<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-18 17:47:38    
د کليوالو کارګرانو د بيرته ستنېدو له امله د کليوالو سيمو اقتصاد سمسورتيا موندلی ده

cri

د هه نان لايت د دنګ جو په ښار کې د جانګ لو شيانګ علاقه داری اوسيدونکی د فونګ لی جيا کلی بزګر لی وی دونګ په ښارونو کې د خپلو کارونو له پای ته رسولو وروسته بيرته خپلې سيمې ته ستون شوی او په غير دولتی اقتصادی سيمه کې يی خپله تصدی جوړه کړې چې له امله يی سيمه ايزو بزګرانو ته د کار فرصتونه برابر کړي او د ځايی صنعتی جوړښت د تنظيمولو لپاره يې خپل خدمتونه تر سره کړي دي .

د لی وی دونګ په شان کليوالو کارګرانو د کرنيز جوړښت د تنظيم چارې پرمخبيولی او نه يوازی يی داسی تکنالوژۍ او معلومات تر لاسه کړي چې په خپل ټاټوبي کې يې نشته ،بلکې د اړوندې تکنالوژۍ د مروجولو په بهير کې يې نمونوی رول لوبولی دی .

خپلو ټاټوبيو ته د کلوالو کارګرانو بيرته ستنېدنې په علاقه داريو کې د اقتصاد د پرمخبيولو ترڅنګ د سيمه ايزو بزګرانو لپاره د استخدام نوی فرصتونه هم برابر کړي چې له امله يې عايدات زيات شوی دی .د يوې شميرنې له مخې ټاټوبې ته د يو کليوال کارګر بيرتګ تګ د اوو يا اتو تنو سيمه ايزو بزګرانو لپاره د کار فرصرفتونه برابرولی شی .نوپه دی ډول د هېواد نژدی پنځه مليونه همدغه شان کليوال کارګران څه د پاسه دېرش مليونه سيمه ايزو بزګرانو ته د استخدام فرصرتونه برابرولی شی چې له امله به يی هر کال د هر تن پر سر پنځه زره يوانه زيات شی .

سربيره پردی کليوال کارګران په عمومی ډول په هغو علاقه داريو او ولسواليو کې خپلې فابريکې او مغازې جوړوي چې بازارونو ته نژدی دی ،د مالونو ليږدولو شمير يی زيات او د ترانسپورت په شمول بنسټيز تاسيسات يې بشپړ دی .

خو د دغو کليوالو کارګرانو تصديو اندازه کوچنۍ ده او جوړښت يی ساده دی او پانګه يی له يو لک يوانو څخه يو مليون يوانو ته رسيدلی ده .په همدی وخت کې يی د خپلو چارو د سمبالښت لپاره مقدماتی بهير پيچلی و او لګښت يی لوړ و .نو د دغه حالت په مقابل کې ځينو سيمه ايزو حکومتونو د دغې مسئلې د حل لپاره تدبيرونه نيولي دي .د هه نان ولايت د شين يانګ او د سی چوان ولايت د سوی نينګ په شمول سيمه ايزو حکومتونو دغو کليوالو کارګرانو ته د خپلو چارو د سمبالو لپاره ځانګړی صندوق او د صنايعو د پرمختګ صندوق جوړ کړی چې موخه يی د صنعتی سيمو د جوړولو او د فنی روزنې ملاتړ دی .دغه راز د پورونو د ضمانت ځانګړی ارګان هم جوړ شوی دی .

د سی چوان ولايت د اي لونګ ولسوالی دغو کارګرانو ته د دوی له خوا د تصديو د جوړولو لپاره امتيازی تګلارې ټاکلي دي .د هه نان ولايت د شين يانګ ښار د همدغه شان تصديو د پرمختګ لپاره يو خدمتی مرکز جوړکړی چې د دغو کسانو لپاره يی اسانتياوې برابرې کړې دی .اوس دغه کارګران يوازی خپل غوښتن ليک دغه مرکز ته وړاندی کوي ،نو د دوی له خوا د تصديو جوړولو په اړه تشريفاتی اجرأت تر سره کيږي .

ځينو کارپوهانو وړانديز کړی چې د بېلابېلو کچو حکومتونه بايد د تکنالوژۍ د تر لاسه کولو او د بازار د پراخوالی لپاره له دغو کارګرانو سره مرسته وکړي او د تصديو د جوړولو په هکله د پيسو د کمښت مسئلې د حل لپاره دغو کليوالو کارګرانوته لازيات پورونه ور کړي .