
دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د چينګ داو ښار د موسيقی مينه والو ځوانانو هنری ډلی له خوا ويل شوی ځينی بهرنی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به په ګډه د المان د سندری جوړونکی هينريچ هين له خوا ليکل شوی يوه سندره واورو چی عنوان يي دی د سندرو په وزر الوزی٠
( سندره ١ )
د سندرو په وزر الوزي
له مينوالو سره يو ځاي د ګنګې سيند ته ځي
د ګلاب ، نيلوفر اوبنفشې ګلانو له بويونو څخه په ډکه ارامه شپه کې
له ليرې نه د ګنګې سيند د اوبو شرهاری غوږونو ته راځي
د نخل ونې تر سيوري لاندي
د نيکمرغۍ او ارامتيا په فضا کي خوب کوي .
د چينګ داو د موسيقی مينوالو ځوانانو هنری ډله په ١٩٩٤ کال کی د ښار د منځنيو او کوچنيو ښوونځيو د زده کوونکو له خوا جوړ شوی چی څه د پاسه ٨٠ تنه غړی لری٠ په ١٩٩٥ کال کی دغې ډلې خپل لومړنی کنسرت جوړ کړ او وروسته دوی د هانکانګ د يی شی د ماشومانو له هنری ډلی سره همکاری پيل کړه او په هانکانګ
کی يی نندارتون ستر برياليتوب وموند او د نندارچيانو هرکلی او ستاينی يی ترلاسه کړی دی٠
اوس به په ګډه د دواړو هنری ډلو له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم يی دی د موسيقی لپاره٠
( سندره ٢ )
د پروګرام په پای کی به د اطريش د مشهور سندر جوړونکی جون ستراوس له خوا ليکل شوی خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی نيلی دانيوب ٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ نننی پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!