<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-19 18:52:51    
د اجتماعې علومو په اړه څو معلومات

cri

د چين د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا او په نړۍ کی د چين د اغيزو او حيثيت د دوامدار لوړوالي سره سم په بېلا بېلو هېوادونو کی د چينی ژبی زده کړه هم اوج ته رسيدلی ده چی د احصاييی له مخی ، اوس په ټوله نړۍ کی د چينی ژبی د

زده کوونکو شمېر د دېرشو مليونو تنو په شاوخوا کی دی او د پنځه اتياوو هېوادونو په دوو زرو دريو سوو عالي مدرسو کی د چينی ژبی څانګې شته٠ په چين کی اتيا زره تنه خارجی زده کوونکی د چينی ژبی په زده کړه بوخت دي او پنځو لکو پنځوسو زرو تنو بهرنيو زده کوونکو د چينی ژبی په أزموينو کی برخه اخيستی ده، نو ويل کيږی چی د بهرنيو هېوادونو په عالي، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کی د چينی ژبی زده کوونکي ورځ په ورځ زياتيږي٠ اوس په امريکا ، نوي زيلاند ، جاپان، تايلند، کاناډا، استراليا او د کوريا په جمهوريت کی د چينی ژبی نمری د رسمي نمرو په توګه پېژندل شوی دی٠ د چينی ژبی او چينی کلتور د تعميم لپاره چين پنځه يا شپږ سوه ډوله چينی درسي مواد چاپ کړيدي٠

له څو کالو راهيسی د چينی ښاريانو په کورونو کی رنګه تلويزيون، کمره او يخچال اساسأ تعميم شوي، خو په وروستيو کلونو کی د خلکو د ژوند د ښه والي سره سم د چينايانو په کورنو کی د اړتياوړ شيان بدل شويدي چی د تحقيقاتو له مخی

لا زياتېدونکی چينايان د ګړنديو موټرونو د اخيستلو نيت لري او د چين په څو لويو ښارونو لکه بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو کی د شخصی موټرونو خاوندان ډېر دي او د ځينو کارپوهانو د اټکل له مخی چين به ژر د جاپان په ځای په نړۍ کی د

موټر جوړولو په لومړي لوهېواد بدل شي٠ پنځه کاله دمخه کم شمېر چينايانو له انترنيت څخه کار اخيسته، خو اوس ځينی بزګران د سبزيو پلورلو لپاره له انترنيت څخه استفاده کوي٠ ګرځنده تليفون پنځه کاله دمخه تعميم شويدی ، خو اوس يی ډولونه ډېر شويدي او اوسنی موبيل تليفونونه د کمرې رول هم لوبولی شی٠ د ايرکانديش بيه څو کاله دمخه ډېره لوړه وه، خو اوس بالکل د چين په ښارونو په تېره بيا د جنوبی چين په ښارونو کی چی په دوبي کی يی هوا ډېره ګرمی ده، تعميم شوي او يوازی د سلو امريکايی ډالرو نه په کمو پيسو يو ايرکانديشن اخيستل کيدای شی٠ د ميکروموج منقل د خلکو ژوند ته اسانتياوی برابری کړيدی، خو بيه يی د وروستيو دوو کالو راهيسی ډېره ټيټه شويده چی په دېرشو ډالرو اخيستل کيږي٠

د ٢٠٠٣ کال می د اپريل په وروستی وخت کی په برونی کی تر ځمکی لاندی د دوو کيلو مترو په اوږدوالی له تاريخې کنډوالو څخه د کيندلو پرههال زيات شمېر چينی باب مثﻵ چاينکی ، کاسي، ډبلي ، د شرابو جامونه، د سينګار صندوقچی، بوتلونه او زياته اندازه چيني ميسي سکې موندل شويدي چی ورباندي چيني کريکتورونه ليکل شوي او زر کاله دمخه جوړ شوي وو٠ دغه راز د بروني په ساحلي سيمه کی له هغو بيړيو څخه زيات شمېر چيني باب هم پيدا شويدي چی څلور يا پنځه سوه کاله دمخه جوړ شوي و٠