<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-20 18:49:38    
د معيوب ليکوال ګوه جن د ژوند سندره

cri

ګرانو اوريدونکو،د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کښی يو معيوب ليکوال شته چې ګوه جن نوميږی٠ له اتو کلونو راهيسی هغه د يو مصنوعی لاس په وسيله له کمپيوتر څخه په استفادې زيات ادبی اثار ليکلی چې څه نا څه يو مليون چينی کرکترونه لری٠ د ده دوه اوږد ناولونه او د شعرونو څو مجموعې چاپ شوېدی٠

ګوه جن دوه ديرش کلن دی، د ١٩٩٨ کال په پای کښی د يوې ترافيکی پيښې له امله د هغه د بدن تر ټټر لاندينی برخه فلج شوېده٠ په هغه وخت کښی ډاکټر وويل : ښايی چې دی تر دوو کلونو ژوندی پاتی شی٠ خو ګوه جن د ډاکتر له وينا سره سم نه وو او ويې غوښتل چې ژوند وکړی او د ټولنې لپاره ګټور خدمتونه ترسره کړی٠

خبريال لږه موده دمخه د وروموچی په يو روغتون کښی ګوه جن وليد چې په بسترکښی پروت و٠ هغه سترې سترګې لری او تل خوږه خندا کوی٠ ده وويل: ډير خوشحاله يم چې اوس د خپلو هغو کتابونو د پلورلو له لاری چې پخپله يې ليکلی دی ، د خپلې ناروغۍ د علاج لګښت ورکولای شم٠ ( اواز ) ٌ نه پوهيږم چې له اته کلونو راهيسی په روغتون کښی څو ځله بستری شوی يم٠ هر ځل زما د پلار او مور لخوا روغتون ته طبی لګښت ورکول کيده٠ دوی د خپلو خولو او وينو په وسيله زمونږ کور ساتی او حتی کله نا کله د پور په اخيستلو سره زما د ناروغۍ علاج کوی٠ اوس د دغه روغتون بېلا بېلو څانګو د << اوږده شپه تيرول >> په نامه زما يو سل او درې ديرش ټوکه کتابونه اخيستی دی، تر اوسه پوری ما شپږ زره ژن مين بی يوانه عايدات ترلاسه کړی دی٠ څرنګه چې د خپل کار له لاری طبی لګښت اداء کوم، نو زړه مې أرام دی٠ ٌ

د ټپی کيدو په لومړی کال کښی د ګوه جن زړه ډير سوړ و او حتی غوښتل يې چې د ډوډۍ نه خوړولو له لاری خپل ژوند پای ته ورسوی٠ خو د خپلې مور او پلار سترې مينې د ده زړه تود کړ او د ژوند کولو جرأت يې ورکړ٠ هغه وويل:

( اواز ) ٌ فلج نه بدليدونکی حقيقت دی، زه بايد تر خپل توان پوری څه کارونه وکړم٠ نو د أثارو ليکل می د خپل هدف په توګه وټاکل٠ په هغه وخت کښی ما فکر وکړ چې که څه هم په لنډ مهال کښی ورڅخه زياتې پيسی نشم ترلاسه کولای، خو د وختونو په تيريدو سره به زما کوششونه را ته ګټې ورسوی وی٠ٌ

د ګوه جن مشرې خور د ده لپاره يو کتابی يا لپ ټاپ کامپيوټر اخيستی ،کله چې دغه کامپيوټر د ګوه جن په مخ کښی کيښودل شو، سر يې چکر وواهه، ځکه چې هغه هيڅکله له کامپيوټر څخه استفاده نه وه کړې ٠ خو په داسی حال کښی ګوه جن لومړی سخت ګام پورته کړ چې د ټايپ په زده کړې يې پيل وکړ٠ که څه هم د ګوه جن دماغ او سترګه په ستونزمنه توګه کار کولای شی، خو لاس يې د فلج کيدو له امله د کامپيوټر پر کليو باندی ټک نشی وهلای٠

هغه يو اوسپنيز چنګک له خپل ښی لاس سره وتاړه او د پاسنی مټ د حرکت له لاری دغه چنګک ښوروی چې د کامپيوټر کليو ته ټک ورکړی٠ له سختو کوششونو نه وروسته ګوه جن د چينی کرکترونو ټايپ زده کړيدی ٠ هغه وويل: ( اواز) ٌ ما د دوو ټوکونو تاولونو د ليکلو لپاره نهه مياشتې وخت ولګاوو، په دغه موده کښی می هره ورځ له ډوډۍ خوړلو او خوب کولو څخه پرته په لسو ساعتونو کښی په پريووتلو سره ټايپ کاوه او ډير ستړی وم٠ ٌ

يو کال وروسته د ګوه جن لومړی اوږد تاول چې << اوږده شپه تيرول >> نوميږی او څلور لکه او پنځوس زره چينی کرکترونه لری ، د اړوندو څانګو په ملاتړ چاپ شو او وروسته له هغه << د ژوند لمر >> تر عنوان لاندی د ده د نثرونو او شعرونو مجموعې هم چاپ شوې ٠ د ده د دغو وتلی برياليتونو په وړاندی ځينی عادی خلک هم شرميږی٠

خو د اوږدو او سختو ستړياو له امله هغه يو ځل بيا ناروغ شوی او د ډاکټر د تشخيص له مخی د ده په دوو پښتورګيو کښی اوبه زيرمه شوی او په اخر کښی به د ورېميا (uremia) په ناروغۍ اخته شی٠ خو څرنګه چې د هغه د بدن مصونيت ډير کمزور دی او طبی عمليات نشی زغملای، نو ډاکټر هغه ته وړانديز کړی چې د ده د ناروغۍ محتاط علاج وکړی او په منظمه توګه د ده وينه ومينځی٠ هغه پردی ښه پوهيږی چې عمر به يې لنډ وی٠ خو هغه غواړی چې د کار کولو له لاری د خپل ژوند وخت اوږد کړی٠

( سندره ) ګوه جن چې د روغتون په بستر باندی پريوزی، لا هم خوږه خندا کوی، کله چې هغه وليدل چې خپلو خپلوانو او دوستانو د انديښنې له امله په پټه توګه اوښکې تويولې، د << نارينه بايد نه ستومانه کيدونکی کوښښونه وکړی >> په نامه يوه سندره يې وويله٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د معوب ليکوال ګوه جن په هکله يو راپور واوريده٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چې د معيوب ليکوال ګوه جن د لومړنی تاول عنوان څه دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلوليکونوکښی سم ځواب راکړی! مونږ به په هره مياشت کښی څلورو هغو اوريدونکو ته چې سم ځواب راکوی، د شينجيانګ خصوصيت لرونکی تحفې ورکړو٠