<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-20 19:01:04    
د چين په شمال ختيځ کې د تجهيزاتو جوړولو چارو چټک پرمختګ کړی دی

cri

ګرانو اوريدونکيو ،په ٢٠٠٤ کال کې چين په شمال ختيځ کې د زاړې صنعتی اډې د بيا جوړولو په موخه د دغې سيمې د سمسورتيا په ستراتيجی پيل کړې ده . د دغې ستراتيجې د پيل د دوو کلونو راهيسی د خپلې تګلارې د پلی کولو او د صنعتی جوړښت له تنظيمولو وروسته د دغې سيمې اقتصاد په تيره بيا د تجهيزاتو جوړولو چارو چټک پرمختګ کړی دی .

د شمال ختيځ سيمه په چين کې يوه ډيره زاړه صنعتی اډه ده او د تجهيزاتو جوړولو چاری د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبوله .خو د تيرې پيړۍ د اوومې لسيزې له پای راهيسی د دغه اډې پرمختګ چې پخوا يې د صنايعو په أبادۍ کې ستر رول لوبوله د جنوب ختيځې سيمې له پرمختګ څخه وروسته پاتی شوی و .د چين د دولتی شورا د شمال ختيځ د سمسورتيا د ادارې مسئول جانګ ګوو باو د دغې سيمې د صنايعو د کمزورتيا د لامل د تحليلولو په ترڅ کې وويل (اواز.............)

پخوا د شمال ختيځ په زاړه صنعتی اډه کې د پلانيز اقتصاد د اغيزې له امله صنعتی جوړښت أسان دی او اقتصادی جوړښت هم أسان دی .دولتی اقتصاد د هېواد په اقتصاد کې زياته برخه ونيوله چې دا په جنوب له ساحلی ښارونو سره ډير توپيرونه درلود.

زوړ نظام او ميکانيزم له ټولنيز پرمختګ سره سمون نه درلود ،د تيرې پيړې په نهمه لسيزه کې زيات زړه تصدۍ له زياتو مشکلاتو سره مخامخ شوی وو.نو په ٢٠٠٢ کال کې دچين حکومت وړانديز وکړ چې د نوموړې سميې په شمول د زوړ صنعتی اډو د تنظيمولو ملاتړ وکړي .په ٢٠٠٤ کال کې د چين د دولتی شورا د شمال خيتځ د

سمسورتيا اداره جوړه او د دغې سيمې د بيا أبادۍ ستراتيجی پيله شوه .

د ميکانيزم د بدلولو او د تصديو د لازياتو ګټو د ګټلو له امله د شمال ختيځ خلکو د دغې ستراتيجی له پلی کولو څخه لازيات ځواکونه تر لاسه کړي دي .ښاغلی جيانګ وويل (اواز............) زما په أند لومړی د خلکو په روح کې نوی بدلونونه رامنځته شوي دي .برسيره پردی د شمال خيتځ د نظام او ميکانيزم په اختراعاتو کې نوی بدلونونه هم رامنځته شوي دي .

د نه ستومانه کيدونکی کوششونو له امله د تير کال تر پايه پوری د چين د شمال خيتځ د دريو ولايتونو د کورنيو توليداتو دعمومی ارزښت پرمختيايی انډول په سلو کې ١٢ اعشاريه ٣ ته رسيدلی چې دغه شمير د هېواد د منځنی انډول په پرتله په سلو کې ٢ اعشاريه ٨ زيات شوی دی .په دغه سيمه کې د بهرنيو پانګونې پرمختيايی انډول په سلو کې نهه اتيا اعشاريه پنځه دی چې دغه اندازه هم د هېواد د منځنی سويې په پرتله لوړه ده .

د تجهيزاتو جوړولو د چارو پرمختګ په وروستيو کلونو کې د شمال ختيځ د اقتصاد د چټک پرمختګ يو عمده خوځنده ځواک دی . اوس نوموړی ستراتيجی د خلکو له خوا زياتې پاملرنه تر لاسه شوي او د نظام د اختراعاتو او د حکومت له خوا د امتيازی تګلارو د پلی کولو له لاری په ښه توګه کارول شوی ده .څه موده دمخه دهېواد پر شمال ختيځ په سن يانګ ښار کې د چين د تجهيزاتو جوړولو چارو نړيوال نندارتون جوړ شوی او پکی د دغو چارو نوی توليدات ښودل شوي دي .

د دغه ښار د ښاروال مرستيال سونګ چی وويل د دغه نندارتون د جوړولو موخه د شمال ختيځې سيمې د تجهيزاتو جوړولو د چارو چټک پرمختګ دی (اواز.............)

د دغه نندارتون له لاری کورني نه يوازی غوره تصدۍ بلکې د دوی توليدات په سن يانګ ښار کې راغونډ شوي دي .په همدی وخت کې مونږ له دی لاری د تجهيزاتو جوړولو د نړيوالو تصديو له توليداتو څخه واټن پيدا کولی شی او د دغه واټن د له منځه وړلو لپاره به اغيزمن تدبيرونه ونيسی چې د هېواد د دغو چارو سويه لوړه شی .

د معلوماتو له مخې له نن وروسته به د چين حکومت د دغې سيمې د نوموړو چارو د پرمختګ لپاره ښه چاپيريال برابر او ور ته امتيازی تګلارې ور کړي .په نژدی راتلونکی کې به د نوموړی سيمې اړوندې تصدۍ له زياتو فرصتونو سره مخامخ شی .