د لونګ تان د اوبو برېښنا پروژه په چين کی د اوبو په واسطه د برېښنا توليدولو دريم لوی مرکز دی.
دغه پروژه د ګوانګ شی ولايت په تيان ئه ولسوالۍ کی واقع ده. عمومی پانګونه يی څه دپاسه دېرش مليارده يوانو ته رسيږی او د اوبو د ذخيرې لوړوالی يی څلور سوه متره او پر دې سربيره، د جنراتورونو عمومی ظرفيت يی شپږ مليونه دری لکه کيلو واټ دی. اټکل کيږی چې د دغې پروژې د برېښنا کلنی توليدی اندازه به په يو ساعت کې اتلس مليارد او اوه سوه مليونه کيلو واټو ته ورسيږی.
دغه پروژه په عمده توګه له لوی بند، تر ځمکی لاندی د بريښنا د توليدی فابريکی او د بېړيو د تګ را تګ له تجهيزاتو څخه جوړيږی.
دغه پروژه د ٢٠٠١ کال د جولای په لومړی نېټه پيل شوه او اټکل کيږی چې د ٢٠٠٩ کال تر ديسمبر پوری به پای ته ورسيږی.
د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې د جوړونې په بهيرکی به د چاپېريال ساتنې د اصولو مراعات وشي. د لونګ تان د اوبو برېښنا د استخراج د محدود شرکت مشر دای بو خبريال ته وويل چی ټول جوړونکی داسې يوه ګډه نظريه لری چې دغه پروژه په نوی پېړۍ کی د چين د چاپېريال او اوبو ساتنې په برخه کی په لومړی نمونوی پروژې بدله کړي او دغه مرکز به يو ښه منظره لرونکی لوی باغ وګرځوی.
له ٢٠٠١ کال راهيسی تر اوسه پوری د دغې پروژې په سيمه کی د ځنګلونو پراخوالی دری لکه مربع مترو او د ونو شمېر يی پنځه ويشت زرو ته رسيدلی دی.
د معلوماتو له مخی، د دغې پروژی کارګران د پروژې جوړونې په بهير کی د چاپېريال او اوبو ساتنې د څارنې عمومی نظام پلی کوی چې د توليد په ترڅ کی د رامنځته شويو ناولو اوبو، کثافاتو او ګازونو د اداره کولو تدبيرونه تر عمومی څارنې لاندی وي.
د دغې پروژې په سيمه کی لس زره تنه کارګران شته، نو هره ورځ د کار او ژوند په بهير کی زياته اندازه ککړې اوبه رامنځته کيږی. د لونګ تان شرکت د دغو ناولو اوبو د پاکولو سيستم د جوړولو لپاره څه دپاسه لس مليونه يوانه لګولی دی، نو دغه مقصد ته رسيدلی چې د پروژې په سيمه کی هېڅ ناولې اوبه نه رامنځته کيږی.
د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې له کارولو وروسته به هر کال پنځه مليونه شپږ لکه ټنه سکاره کم او د کاربن ډای اکسايد په شمول زيان رسوونکو ګازونو د خپرېدو اندازه به هم کمه شي. په همدی وخت کی به د لونګ تان د پروژې په شاوخوا کی يو لوی جهيل را منځته شي چې پراخوالی به يی دری سوه او شپېته مربع کيلو ميترو ته ورسيږی.
د چاپېريال ادارې يو چارواکی خبريال ته وويل دغې ادارې د يو کال لپاره د دغې پروژې څارنه کړې او په پايله کی يی د دغې پروژې د چاپېريال ساتنې تدبيرونو د پلی کولو په اړه خوښی څرګنده کړې ده.