<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-21 19:11:50    
د چين په هانګ جو کې د خويندوپه نامه د اوبدلو فابريکه

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ . په چين کې د زياترو کسانو په اند ، اوبدل يوازی په فارغ وخت د يو ډول علاقې وړ کار دی . خو د چين په يو شمير ځايونو کې اوبدل د ډير کورنيو د عايداتو عمده سرچينه ده . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د هانګ جو په ښار کې د خويندو په نامه د اوبدلو يوې فابريکې په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

د خويندو په نامه د اوبدلو فابريکه د ٢٠٠٢ کال په مارچ کې پرانستل شوه چې د هانګ جو ښار د لاو دونګ لارې د استوګنې په سيمه کې پرته ده او اوس څه دپاسه پنځه سوه تنه کارګران پکې کار کوی . مېرمن شيو چي مينګ د دغې فابريکې مسؤله ده . هغې خبريال ته څرګنده کړه : ( اواز١)

زمونږ فابريکه هر يو کارګر ته ازادي ورکړې ، دوی په کور کې هم کارونه کولای شی چې له يوی خوا خپل بوډاګان او ماشومان ساتلی شی او له بلی خوا کارونه هم کولای شی . هغه کارګران چي په کور کې کار کوی ، هره مياشت څه ناڅه پنځه سوه او يا شپږ سوه يوانه عايدات تر لاسه کولای شی ، که زمونږ په فابريکه کې کار کوی ، دوی هره مياشت په منځنی توګه زر يوانه عايدات تر لاسه کولای شی .

د لاو دونګ لارې د استوګنی په سيمه کې څه دپاسه څلويښت او پنځوس کلنې ښځې له رسمی کارونو څخه اضافه بسته شويدی . نو د استوګنې سيمو د

کميټې مشرانو د دغو ښځو د کارونو مسئلې د حل و فصل لپاره د خويندو په نامه اوبدلو خيريی فابريکه پرانيستله . جانګ يون ګو د دغې فابريکې يوه غړې ده او هغې وويل : ( اواز ٢)

مونږ د فابريکې د جوړولو په سر کې له ډېرو ستونزو سره مخا مخ وو چې يوازی څلور او يا پنځه کارګران يی درلودل ، برسيره پردی ، مونږ د ګنډلو ماشينونه هم نه درلودل .

خو دغه فابريکه د کارګرانو د کوښښونو له لارې ګام په ګام ښه کيږی . څای لينګ جيونګ چې عمر يی اته څلويښت کاله دی ، هم د دغې فابريکې يوه غړې ده . هغه يوه معيوبه ده او په ٢٠٠٣ کال کې له رسمی دندې څخه اضافه بسته شوه . د دې خاوند هم معيوب دی او معاش يی يوازی زر يوانه دی . اوس يی زوی په ښوونځی کې زده کړه کوی ، نو ژوند يی ډېر سخت دی . د خپل ژوند د ښه کيدو لپاره مېرمن څای په دغه فابريکه کې ګډون وکړ او اوس په خپل کور کې يو شمير کارونه کوی . هغې وويل : ( اواز٣)

ترور مې هم راسره په کور کې اوسيږی ، هره ورځ غرمه زه د دې لپاره خوراک او دارودرمل چمتو کوم . نو د دې د ساتلو لپاره زه يوازی په کور کې کار کوم . دغې فابريکې د کارونو فرصت رابرابر کړی دی .

هره مياشت مېرمن څای له دغې فابريکې څخه څه دپاسه زر يوانه معاش تر لاسه کولای شی . دغه پيسی د دې له ژوند سره ډېره مرسته کوی . نو له دغه کار سره ډېره مينه لری .

د دغې فابريکې مسؤلې شيو جي مينګ وويل : ( اواز ٤)

ډېرې ښځې چې زمونږ په فابريکه کې کار کوی ، خپل باور يی پياوړی کړی

دی .

پخوا دوی تکنالوژۍ او تجربی نه درلودې ، خو اوس دوی يو له بل نه د زده کړو په بهير کې خپل کاری توان پياوړی کړی دی .

په دغه فابريکه کې د اوبدلو شيانو د پلورلو په ګټو کې د اوبو ، ځايونو او بريښنا له لګښتونو پرته ټول د عايداتو په توګه کارګرانو ته ورکوی . نو په دې فابريکه کې د کارګرانو حقوق په پوره توګه ساتل کيږی . د دې ترڅنګ دغه فابريکه د کارګرانو تر کوښښونو لاندی ګام په ګام پراخيږی او ګټې يی لا زياتيږی . مېرمن شيو چي مينګ وويل : ( اواز ٥)

پخوا زمونږ د فابريکه کلنۍ ګټې يوازی څو لس زره يوانه وی، د ټولو کارګرانو د کوښښونو له لارې ، په تېر کال کې زمونږ فابريکې د عايداتو په توګه کارګرانو ته اوه لکه يوانه ورکړل .

دغې فابريکې د توليداتو دکيفيت پر بنسټ اعتبار تر لاسه کړی دی . بر سيره پردی د دغې فابريکې توليدات امريکا ، المان او جاپان په ګډون يو شمير هيوادونو ته هم صادرېږی .