<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-21 19:13:26    
د امريکا د لنډې ځغاستی مشهوره ښځينه لوبغاړې اشفورد

cri

اشفورد د امريکا د لنډې ځغاستی مشهوره ښځينه لوبغاړې ده . په ١٩٧٦ کال کې اشفورد چې په هغه وخت کې يی عمر نولس کاله و د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او د سلو مترو واټن د ځغاستی په سياليو کې يی پنځم لمبر تر لاسه کړ . اشفورد د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې په لسو ثانيو او د ثانيی په اوه نويمه برخه کې د سلو سل مترو واټن د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

يو بی وزلی لوبغاړی کروز

کروز د برزيل په يو ډېر بی وزلی کلی کې زېږېدلی هغه په ماشومتوب کې يوه هيله درلوده چې سپورتی بوټانه ولری . کروز په اتلس کلنۍ کې د ژوند لپاره د اته سوه مترو واټن ځغاستی روزنه تر لاسه کړه . تر هغه وروسته يې په ژوند کې بدلون راغلی . يو کال کروز د نړۍ د ځوانانو د ځغاستی د داتلولۍ ريکارډ مات کړ او وروسته يی په امريکا کې جدی او ښه روزنه تر لاسه کړه . د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د يو دقيقی او دری څلويښت ثانيو په وخت د اتو سوو مترو واټن د ځغاستی په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

ډېره نيکمرغه لوبغاړې پويکا

د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د دريو زرو مترو واټن د

ځغاستی لوبه د لومړی ځل لپاره د اولمپيک د رسمی لوبې په توګه وټاکل شوه ، نو له دې امله د دغې لوبې لوبغاړيو تجربې نه درلودی . په دغو سياليو کې د امريکا او جنوب افريقا لوبغاړي چې ډېر غوره لوبغاړی وو سره ټکر وکړ او د زخم له امله له دغو سياليو څخه ووتل چې بالاخره د رومانيی لوبغاړې پويکا د دغو سياليو د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

د افريقا د ښځو بيلګه موتاواکيل

موتاواکيل په مراکش کې زېږېدلی ده . د لوس انجلس د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت کې مراکش لاهم تر فيودالی تسلط لاندی و چې ډېرو کسانو په سپورتي لوبو کې د ښځو له ګډون سره مخالفت کاوو. خو موتاواکيل په ټينګې ارادې سره د دغې دوری د سپورتي لوبو له خنډونو څخه د څلورو سوو مترو واټن د ځغاستی په لوبو کې ګډون وکړ او د سرو زرو مډال يی تر لاسه کړ .

د چين د نښی ويشتلو لوبغاړی شيو های فنګ

د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې لومړنی لوبې په ورو ډول د نارينه وو د ټوپک د نښی د ازاد ويشتلو سيالی وې چې لوبغاړی بايد په دوو نيمو ساعتو کې شپيته ګولي وولي . د چين لوبغاړی شيو های فنګ په ارامو روحياتو سره په دغو سياليو کې ګډون وکړ چې د سياليو د پيل کيدو له پنځو دقيقو وروسته يی لومړنی ګولۍ وويشتله او بالاخره يی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . د سرو زرو دغه مډال نه يوازی د چين په تاريخ کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کی د سرو زرو لومړنی مډال وو ، بلکې د دغې دوری په سپورتي لوبو کې هم لومړنی مډال وو .